د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په امنیت خبرې کوي


د بلجیم په پلازمېنې بروکسل کې به د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د ناټو غونډه ترسره شي. په دې غونډه کې به د افغانستان پر امنیتي وضعیت او په هغه هیواد کې د ناټو د قاطع ماموریت په هکله خبرې وشي.

"لومړی به په افغانستان کې په کال ٢٠١٦ کې د خپل پوځي حضور، د ناتو د سرتیرو په شمیر او قاطع ماموریت باندې خبرې وکړو. دویمه مسله د پریکړې ده، چې څنگه کولای شو د کال ٢٠١٧ نه وروسته د افغانستان ملي ځواکونو ته اړینې مالي مرستې چمتو او ورسو. د افغانستان په اړه زمونږه د بحث دریمه موضوع، اوږدمهال سیاسي شراکت دی."

له نننۍ غونډې مخکې د ناټو د عمومي منشي په ګډون د ناټو یو شمېر لوړپوړو ډیپلوماټانو تیره ورځ په بروکسل کې په افغانستان کې د خپل ماموریت راتلونکي ته خوشبیني څرګنده کړه.

د ناتو عمومي منشي ینز ستولتنبرگ د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې اشرف غني په افغانستان کې د داعش د حضور د زیاتیدو په هکله ورته اندیښنه څرگنده کړې ده.

"ما د جمهور رئیس غني سره ولیدل او هغه ما ته د داعش د جنگیالیو د زیاتیدو په هکله اندیښنه څرگنده کړه. همدارنگه د القاعده او طالبانو په هکله هم خبرونه لرو. له همدې وجې ده چې مونږ د ترهگرۍ په وړاندې د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونو د هلو ځلو ملاتړ کوو."

په دې ځانگړې مرکې کې د ناتو عمومي منشي وویل چې د افغانستان ملي اردو ډیره ښه ثابته کړې ده چې ځواکونه یې د وړتیا سره د طالبانو او نورو اسلامي یاغیانو په وړاندې جگړه کوي او ناټو به دوی ته روزنه، مرسته او سلامشورې جاري وساتي.

خو د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار څه موده مخکې ویلي و روسیه به ډیر ژر افغان پولیس د لسو زرو کلشینکوفو سره سمبال کړي.

په افغانستان کې د روسیې د ښکیلیدو په اړه ښاغلي ستولتنبرگ وویل. "زه فکر کوم چې دا مسله به د افغانستان حکومت، افغان پوځ او افغان امنیتي ځواکونو ته پریږدو چې پریکړه وکړي کومو تجهیزاتو ته اړتیا لري. هغوی له مخه لا د روسیې په گډون د بیلابیلو هیوادونو نه وسلې اخلي. "

ښاغلي ستولتنبرگ وویل تمه لري چې د ناتو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د دې اونۍ په پای کې په افغانستان کې د خپلو ١٢ زره عسکرو ساتل منظور کړي.

ټاکل شوې ده چې په بروکسیل کې په نننۍ غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم د افغانستان د روان سیاسي او امنیتي وضعیت په هکله خبرې وکړي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران او برخه وال به دوه ورځې په بروکسل کې د افغان امنیتي ځواکونو د اوږد مهاله تمویل پر لارو چارو بحث کوي.

XS
SM
MD
LG