د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو یو قوماندان د کرزي په حکومت د انتقاد په خاطر برطرفه شو، پولیټیکو


د ناټو یو قوماندان د کرزي په حکومت د انتقاد په خاطر برطرفه شو، پولیټیکو
د ناټو یو قوماندان د کرزي په حکومت د انتقاد په خاطر برطرفه شو، پولیټیکو

د پولیټیکو ورځپاڼې د شنبې د ورځې په ګڼې کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الن یو جګپوړی پوځی صاحب منصب پدې خاطر له خپلې دندې ګوښه کړیدی چې د افغانستان په ولسمشر حامد کرزي باندې یې انتقادونه کړیدي او د هغه په اړه یې د توهین نه ډکې تبصرې کړیدي.

تورن جنرال پیټر فولر په افغانستان کې د ناټود ځواکونو د قوماندان مرستیال ؤ د افغان د امنیتي ځواکونو د روزنې مسؤلیت يې په غاړه درلود. جنرال فولر د افغان ولسمشر په هغو څرګندونو باندې تبصره کړې وه چې ویلي یې ؤ که چیرته امریکا په پاکستان حمله وکړي نو افغانستان به د پاکستان سره ودریږي. جنرال فولر د پنجشبې په ورځ د پولیټیکو د ورځپاڼې سره په مرکې کې ویلي ؤ چې د ولسمشر دا څرګندونې د منطق نه لیرې دي، هغه ویلي ؤ د دې تبصرې پر ځای زما سترګې په ستنې ړندې کړۍ، مونږ افغانستان ته د کال 11.6 میلیارده ډالر ورکوو او اوس تاسو وایۍ چې زه یې پروا نلرم.

فولر همدارنګه په مرکې کې ویلي ؤ چې د افغانستان په حکومت کې یو شمیر چارواکي په حقیقت نه پوهیږي او د امریکا د وینې او هغو پیسو درناوی نکوي چې د هغوی په هیواد کې دامنیت د راوستلو په خاطر مصرفوي.

فولر د افغانستان د جنرالانو سره په ګډه په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژیک ماموریت په اړه ارزیابي کړې وه او جنرال فولر وایي چې افغان پوځي چارواکي د امریکا د اقتصادي ستونزو نه بیخي ندي خبر. فولر په مرکې ویلي دي چې ما افغان چاراکو ته دا خبره په زغرده وکړه چې د هغوي سره په حقیقت ندی خلاص، حقیقت دا دی چې د نړۍ اقتصاد په ډیر خراب حالت کې دی او امریکا هم د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده.

تاسو په یوه غریب هیواد کې ژوند کوۍ او داسې فکر کوۍ چې ټول امریکایانو خپل سړکونه په سرو زرو قیر کړیدي او دا چې امریکایان به په هغه شان کورونو کې ژوند کوي لکه د فلم لوبغاړي چې پکې ژوند کوي. فولر ویلي دي افغان چارواکو زمونږ د قربانۍ نه ندي خبر او دا زما دنده ده چې هغوي پدې پوه کړم.

جنرال فولر ویلي ستونزه دا ده چې په افغانستان کې اوس هم هغه ذهنیت موجود دی چې د شوروي اتحاد پر وخت د افغانانو سره ؤ، فولر وایي مونږ د ځان سره هغه شان ټانکونه او جیټ الوتکې ندې راوړي چې د شوري اتحاد ځواکونو راوړوي وو. افغانان یې زمونږ نه غواړي او وایي چې شورې دا شیان مونږ ته راکړي وو.

جنرال فولر په مرکې دا هم ویلي ؤ چې مونږ افغانانو ته دا ورښیو چې څنګه کبان ونیسي او په عین وخت کې ورته کبان هم ورکوو خو هغوي پر ځای د دې چې د کبانو نیول زده کړي د نورو کبانو غوښتنه کوي او ورسره دا هم وایي چې زه یو ډول کب غواړم او تاسو بل ډول کب راکوۍ.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الن ویلي دي چې د جنرال فولر څرګندونې نا مناسبه ده او دا تبصرې د امریکا د حکومت سره زمونږ د اړیکو استازیتوب نکوي.

جنرال الن ویلي دي افغانان د قدر وړ خلک دي، او دا شان څرګندونې به زمونږ هدف ته د رسیدو مخه ونیسیي.

پوځي چارواکو ورځپاڼۍ ته ویلي دي چې د جنرال فولر د څرګندونو په اړه د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا ته مالومات ورکړل شویدي او ناټو په یوې اعلامیې کې ویلي دي تر اوسه دا مالومه نده چې تر دې وروسته به جنرال فولر ته کومه دنده ورکړل شي او آیا هغه به د پوځ نه استعفاع وکړي او که نه.

خو پخوا هم کله چې پوځي صاحب منصبانو دا ډول څرګندونې کړیدي او له دندو ګوښه شویدي نو سمدلاسه یې د پوځ نه هم استعفاع کړیدي.

XS
SM
MD
LG