ناټو وايي چی دافغانستان په جنوب او ختېځ کې یې د جلا جلا پوځی عملیاتو په نتیجه کې د۴٠ نه زیات جګړه ماران وژلي دي.
د ناټو یوه اعلامیه وايي چې اېتلافی ځواکونو دتېرو ٢ ورځو په دوران کې تقرېبا ٣٠ کسان د هلمند ولاېت د خان نشین په ولسوالۍ کې ووژل. دوی وايي، ددغو عملیاتو هدف په سیمه کې د مخدره موادو او وسلو د قاچاق مخنیوی او د سرک د غاړې د بمونو له منځه وړل دي.
ناټو وايي همدا راز د کونړ په ولایت کې یې د شک لاندې لس تنه جګړه ماران د شیګل او شولتن په سیمو کې پرون ووژل.
ناټو وايي چې ددغو پوځي عملیاتو په دوران کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه ورته څه اطلاعات نه دي رسیدلي.