د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د هلمند په سرحدي سیمه کې تازه عملیات پیل شوي


ناټو: د هلمند په سرحدي سیمه کې تازه عملیات پیل شوي
ناټو: د هلمند په سرحدي سیمه کې تازه عملیات پیل شوي

د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو ویاند وايي د هلمند په هغو سیمو کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، تازه عملیات پیل کړې او له دغو عملیاتو یې هدف دادې چې په سرحدي سیمو کې د مخدره موادو او وسلو د قاچاق مخه ونیسي.

د ایساف ویاند جنرال جوزیف بلاټز په کابل کې خبریالانو ته وویل دا عملیات یې د ملي اردو په ګډه ملګرتیا پیل کړي او هڅه کیږي چې د وسلوالو د تلو او را اوښتو مخه هم ونیسي، هغه وویل دا عملیات د بحري قواوو له خوا ترسره کیږي.

بل لور ته د ایساف ویاند د نړیوالو ځواکونو د ځینو سرتیرو له لوري د سپکو خبرو او یا ملنډې وهونکي تصویرونه چې د جرمنۍ ورځپاڼې شپیګل له خوا خپاره شوي دي، نه منونکي وبلل او وې ویل پدې اړه د ایساف یو پخوانی سرتیری زنداني شوی دی.

XS
SM
MD
LG