د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په فراه ولایت کې نوي ځواکونه ځای پرځای کړي دي


د افغانستان د دفاع وزارت او د فراه ولایت سیمه ایزو چارواکو په دغه ولایت کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د ۲۰۰ ایټالوي سرتیرو ځای پر ځای کیدل تائید کړي.

خو د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو پر وړاندې په عملیاتو کې د دغو ځواکونو د ونډې په اړه یې جلا نظرونه لري.

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري امریکا غږ اشنا ته وویل، دا ۲۰۰ ایټالوي سرتیري چې هوایي ملاتړ هم له ځان سره لري، د یکشنبې په ورځ ( جنورۍ اتمه) فراه ته رسیدلي او د دغه ولایت په مرکز کې په هوایي ډګر کې ځای پرځای شوي دي.

ښاغلي مهري وویل "ددې ترڅنګ چې په تصفیوي عملیاتو کې به دا ځواکونه برخه واخلي، په هغو پوځي تحرکاتو کې چې فعلآ د ولایت په مختلفو برخو کې لیدل کیږي په هغو سیمو کې به هم په جګړو کې ګډون وکړي".

د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ناټو په مشرۍ د ایساف د ځواکونو د ماموریت د پای ته رسیدلو وروسته چې طالب وسله والو د فراه ولایت مرکز پر لور پرمختګ وکړ. یو شمیر امریکایي ځواکونه دغه ولایت ولېږدول شول، خو دا لومړی ځل دی چې د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت په دومره شمیر کې سرتیري فراه ته لیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش، فراه ولایت ته د ناټو د سرتیرو د تللو بهیر د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړماموریت په چوکاټ کې یو عادي اقدام ګڼي او وایي، چې دا ځواکونه له بهر څخه فراه ته نه دي ورغلي بلکې د جنرال رادمنش پر وینا د دغه ولایت په ګاونډ کې له هرات څخه ورغلي دي.

جنرال رادمنش امریکا غږ اشنا ته وویل "تاسو ښه پوهیږئ چې ایټالوي ځواکونه په افغانستان کې خصوصآ په غربي ولایتو کې میشت دي او هلته دوی د تعلیم او تربیې او همدارنګه قوماندانانو سره د مشورې لپاره ځای پرځای شوي دي. فراه ته هم دا ۲۰۰ تنه چې ورغلي دمخه په هرات کې میشت وو، کله چې د دغوسرتیرو د ماموریت دوره پوره کیږي خپل هیواد ته ستنیږي او پرځای یې نور راځي".

د طالبانو پرمختګ

د فراه ولایت چارواکي وایي په وروستیو میاشتو کې د دغه ولایت د مرکز په ګډون یوشمیر سیمې د وسله والو طالبانو تر برید لاندې راغلي چې په فراه کې یې امنیتي ستونزې هم زیاتې کړي دي.

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري هم په دغه ولایت کې د امنیتي ستونزو زیاتیدل دغه ولایت ته د ایټالوي سرتیرو د ستنیدلو یو لوی علت ګڼي او هیله لري چې د دغو سرتیرو په ورتګ به د فراه په امنیتي وضعیت کې ښه‌والی راشي.

خو هغه په فراه کې د بخش اباد د بند د پروژې عملي کیدل چې یو ایټالوي شرکت یې قرارداد کړی هم د دغه ولایت په ناامنه کیدو کې مهم بولي.

ښاغلي مهري وویل "په وروستیو کې د دښمن دغه تحرکات د بخش اباد د بند د پروژې د نه عملي کیدو لپاره پیل شوي، چې هیله ده فراه ته د بهرنیو ځواکونو په راتګ سره دا پروژه عملي کړو".

په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ بهرني سرتیري چې شاوخوا ۸۵۰۰زره یې امریکایان دي.

دغو ځواکونو د ۲۰۱۵ کال له لومړۍ ورځې په افغانستان کې محاربوي فعالیتونو کې له ګډون چې د ۲۰۰۱ راهیسې یې پرمخ وړه پریښی دی او افغان ځواکونو ته د تربیې، مشورې او د دغو ځواکونود سمبالولو چارې پرمخ وړي.

د دې وړاندې امریکا تیره اونۍ اعلان وکړ چې راروان پسرلي کې به هلمند ته ۳۰۰ سرتیري استوي.

د افغانستان د پوځي چارو یو کارپوه جاوید کوهستانی وایي چې هلمند او فراه ته د نړیوالو ځواکونو د استولو وړاندې امریکا کندز او فراه ته هم خپل سرتیري استولي وو او د دغو ولایتونو مرکزونه یې د وسله والو مخالفانو لاس ته د ورتللو څخه ژغورلي وو.

ښاغلي کوهستاني وویل "هلمند ته د امریکا د سمندري ځواکونو ستنیدل، همدارنګه په فراه کې د ایټالوي ځواکونو شتون کولی شي د تیرو تړونونو او ژمنو په چوکاټ کې ترسره شي".

طالبانو فراه ته د ایټالوي ځواکونو په ورتګ لا غبرګون نه دی ښودلې خو دغې ډلې هلمند ته د امریکایي سرتیرو ستنیدلو ته په غبرګون کې ویلي، چې امریکا لا دمخه د هلمند يو شمیر سیمو کې ډیر سرتیري ځای پرځای کړي دي .

XS
SM
MD
LG