د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو د داعش او روسیې گواښونو ته چمتو کیږي


د ناتو عمومي منشي یانز شتولتنبرگ په بلجیم کې د دې سازمان د دفاعي لگښتونو د زیاتیدو په اړه د خبرو پر مهال

د ناتو عمومي منشي یانز شتولتنبرگ په بلجیم کې د دې سازمان د دفاعي لگښتونو د زیاتیدو په اړه د خبرو پر مهال

د ناتو عمومي منشي وایي د کلونو راهیسې په دفاعي چارو باندې د لگښت له سپما وروسته د ناتو غړي هیوادونه غواړي په روان کال کې نژدې درې میلیارده ډالر په دفاعي چارو ولگوي.

د ناتو عمومي منشي یانز شتولتنبرگ نن د دوشنبې په ورځ وویل چې د ناتو د ٢٧ غړو هیوادونو له ډلې څخه ٢٠ یې غواړي چې سږکال خپلې دفاعي چارې پیاوړې کړي.

ښاغلي شتولتنبرگ وویل "غلطې لورې د څو کالو مخه کولو وروسته مونږ سمې لور ته مخه کړې ده." هغه زیاتوي چې "خو مونږ لا هم د هغه څه نه چې ورته اړتیا لرو، لېرې یو."

په پولند کې د ناتو د غړو هیوادونو گډ پوځي تمرینونه

په پولند کې د ناتو د غړو هیوادونو گډ پوځي تمرینونه

په ٢٠١۴ کال کې د ناتو مشرانو ژمنه کړې وه چې د خپلو هیوادونو د ملي عاید دوه فیصده په دفاعي چارو ولگوي چې د نویو امنیتي گواښونو پر وړاندې ودریږي، چې د روسیې او اسلامي سخت دریځې نه سرچینتنه اخلي.

خو تر اوسه یواځې د امریکا متحده ایالاتو، برتانیا، استونیا، یونان او پولند دغه اندازه پیسې چې ژمنه یې شوی وه، په خپلو دفاعي چارو لگولې دي.

XS
SM
MD
LG