د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ناټو ترافیکي پیښه او جلال آباد کې برید


کابل کې د ناټو ترافیکي پیښه او جلال آباد کې برید

کابل کې د ناټو ترافیکي پیښه او جلال آباد کې برید

په کابل کې وروسته د هغې شخړه راپیدا شوه چې نن یوه افغانه میرمن د ناټو د ځواکونو په یوه ترافیکي پېښه کې ووژل شوه.

د کابل پولېسو چې په دغه پېښه کې ېوه بله افغانه میرمن او یو ماشوم زخمي شوي دي،چې اوس په روغتون کی بستر دي.

ناټو ومنله چې د موټرو ېوه کاوران یې په تصادفي ډول یوه مېرمن ووهله او وې وژله. د ناټو پوځي کاروان کابل ته را روان ؤ.

د فرانسې خبری اژانس AFPراپور ورکړ چې د پېښې په ځای کې یو شمېر خلک راټول شول او د ناټو عسکر یې په تیگو باندې وویشتل.

مخکې پولېسو وېلی ؤ چې دناټو په ډزو کی ٣ کسان وژل شوی دي خو بېا وروسته د پولېسو ېوه وېاند،حشمت ستانکزي د روېټرز خبری اژانس ته ووېل چې دغه معلومات سم نه ؤ.

د ناټو ماموران وايي چې هغوئ ددغې پېښې په اړه تفتیش کوي.

ناټو وايي چې په جلال ابا دکې ېې پرون دناټو په ېوه پوځی اډه باندی د مخالفانو حمله ناکامه کړې ده او ٧ تنه وسله وال یې ووژل.

ناټو وايي دغو وسله والو په حمله کې دټوپکو او گرېنټونو نه استفاده وکړه. ناټو په ځوابی حمله کې د هلېکوپترو نه کار واخیسته. ناټو وویل چې د مخالفانو په حمله کې یې پوځ ته تلفات نه دي اوښتلي.

XS
SM
MD
LG