د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د پیچ له ولسوالۍ وتل د قدرت د انتقال برخه نده


ناټو: د پیچ له ولسوالۍ وتل د قدرت د انتقال برخه نده
ناټو: د پیچ له ولسوالۍ وتل د قدرت د انتقال برخه نده

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایساف د ځواکونو ویاند وايي چې د کنړ د پیچ له ولسوالۍ د نړیوالو ځواکونو وتل د امنیت د انتقال د پروسې برخه نده او دا ددغو ځواکونو معموله دنده ده چې د اړتیا په وخت له یوې سیمې بلې سیمې ته لیږدي او خپل نظامي موقعیتونه بدلوي.

د ایساف ویاند جنرال جوزیف بلاټز په کابل کې خبریالانو ته د کنړ د پیچ له درې چې تېره اوونۍ نړیوالو ځواکونو ترې وتل پيل کړي دي، وضاحت ورکړ وې ویل چې د ایساف دغو ځواکونو ته د کنړ په سرحد کې اړتیا وه او ایساف غوښته چې د کنړ له پېچ درې خپل ځواکونه وباسي، هغه زیاته کړه چې پدې اړه یې په سیمه کې له قومي شورا او د ولسوالۍ له چارواکو سره هم خبرې کړي دي.

جنرال جوزیف بلاټز: "د موقعیتونو د بدلولو د برخې په توګه، نړیوال ځواکونه د پیچ درې د امنیت رهبري افغان قواوو ته سپاري او ددې پرځای د ائتلاف قواووې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله په اوومه لویه لاره چېرې چې ترهګر عبور او مرور کوي د امنیت د خوندي کولو لپاره ځای په ځای کیږي او دا ډول به په همدې سیمه کې د ترهګرو نفوذ را کم کړي."

د ایساف ویاند دا ډول د کنړ په غازي اباد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وویل چې لا هم د لیږل شوي پلاوي رپورټ د ایساف رهبرۍ ته ندی وړاندې شوی.

د ایساف له ویاند سره پدې خبري ناسته کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومینیک میډلي دا ډول وویل چې د راتلونکې جمعې په ورځ د ایساف د غړو هیوادونو د دفاع وزیران به په بروکسل کې سره غونډه وکړي او په افغانستان کې به د امنیت د انتقال د پروسې په وروستیو پرمختګونه بحثونه وکړي.

ډومینيک ميډلي دې پوښتنې ته په ځّواب کې چې نړیوال ځواکونه به کله او د افغانستان له کومې سیمې لومړی د امنیت انتقال پیلوي وویل چې دا مسئله به د نوي کال په نوی ورځ افغان دجمهور رئیس په خپله وینا کې څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG