د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په لیبیا کی خپل ماموریت درې میاشتی نور غځولی


ناټو په لیبیا کی خپل ماموریت درې میاشتی نور غځولی
ناټو په لیبیا کی خپل ماموریت درې میاشتی نور غځولی

په داسې حال کې چې د ولسي پاڅون باوجود ، دلېبېا مشر معمر القذافي دقدرت خوشې کولو نه انکار کوي، ناټو اعلان وکړ چې په لېبېا کې ېې د خپل پوځي مامورېت موده د٩٠ ورځو پورې غځولې ده.

دناټو عمومي منشي انډرز فو راسموسېن دغه دا اعلان د چارشنبې په ورځ وکړ. هغه ووېل چې د ناټو ددغه اقدام هدف دادی چې د قذافي رژېم ته خپل ېو څرگند پېغام ولېږو، چې د استفعا پورې به دهغه پر ضد دناټو فشار جاري وي. دناټو په موجوده مامورېت کې دپروازونو دممنوعه سېمي څارنه او په دولتي هدفونو باندی هواېې حملې شاملې دي.

ددغه مامورېت موده په جون کې پاې ته رسېږي خو ناټو وېې چې په لېبېا کې به ېې عملېات دسېپتامبر تر پاې پورې دوام وکړي.

له بلې خوا ټاکل شوې چې دامرېکا د بهرنېو چارو وزېره هېلری کلنټن به بله هفته ددې لپاره عربي اماراتو ته سفر وکړي چې دلبېبا د شخړې په اړه په ېوه غونډه کې برخه واخلي.

په دغه نړېواله غونډه کې ٢٢ ملکونه گډون کوي او مقصد ېې دادی چې دمخالفانو سره مالي او نغدي مرستې وکړي،خصوصا خوراکي مواد، دواگانې او پوځي لوازم ورته برابرکړي.

په عېن وخت کې دجنوبي افرېقا جمهور رېس دمعمرالقذافي سره د سه شنبې په ورځ په طرابلس کې د خپلې کتنې نه وروسته ووې چې نوموړې استعفا کولو ته چمتو نه دی.

XS
SM
MD
LG