د لاس رسي وړ اتصالات

دناټو په لېبېا کې دخپلو هوايی عملېاتو او افغانستان د جگړی په څرنگوالی باندی بحث وکړی


دناټو ددفاع وزېرانو د چارشنبی په ورځ په برسلز کې ددې لپاره مجلس وکړ چې په لېېا کې دخپلو روان هوايی عملېاتو او افغانستان د جگړی دهڅو په څرنگوالی باندی بحث وکړی. په دی بحث کې داهم شامل وو چې په داسی حال کې چې غړي هېوادونه خپلې بودجی کموی دوی څنگه وکولی شی چې منابع لاسته راوړی.

په دغه مجلس کې له خبرو نه مخکی د امرېکا ددفاع وزېر لېون پانېټه ووېل پکارده چې دناټو تړون ترپخوا لازېات له ېوبل سره نېژدی همکاری ولری؛ هغه ووېل ددې خبری فرض کول به سم نه وی چې امرېکا به د بودجی کمبوت پوره کاندی.

پانېټه ووېل چې دامرېکا ددفاع وزارت په راتلونکېو لسو کلونو کې د 450 بلېونو ډالرو بودجی له کمښت سره مخ دی. پردی سر بېره له دنور کموالی له راوستلو سره هم مخ کېدلی شی او داکار به په امرېکا اوبهر کې دامنېت لپاره تخرېبوونکی نتاېج ولری.

لېون پانېټه ووېل د لېبېا مشر معمر قذافې ددی ېومثال دی چې ناټو ولی اهمېت لری. دناټو عمومی رېئېس فاغ راسموسېن دناټو مامورېت په لېبېا کې ېوه غټه کامېابی وبلله. خو لېون پانېټه، او فاغ راسموسېن هغو نېمگړتېاو ته گوته ونېوله چې په څارنه، استخباراتو، او په هوا کې له تېلونه دالوتکېو ډکول شامل دی.

XS
SM
MD
LG