د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د پاکستان 26 امنیتي ځواکونه وژلي دي


ناټو د پاکستان 26 امنیتي ځواکونه وژلي دي

ناټو د پاکستان 26 امنیتي ځواکونه وژلي دي

پاکستاني چارواکي وایي نن سهار وختي د افغانستان نه د ناټو هیلیوکوپترو د خیبر پښتونخوا د مومندو په ایجنسۍ کې په دوه نظامی تاڼو حمله وکړه ، ٢٦ عسکر یی ووژل اولږ تر لږه١۴ نوریی زخمی کړل.

پاکستان څو ساعته وروسته د بدل اخستو دپاره د افغانستان سره د تورخم سرحد وتاړه ، او پدغه ګاونډي هیواد کی د ناټو قواوو ته د تدارکاتو کاروانونه معطل کړل.

همدا شان لوړ رتبه پاکستانی نظامی او ملکی مشران وروسته غونډه کوی چې په دغی پیښی وغږیږی.

د پاکستانی پوځ نطاق وویل دغه ننی حمله چه د سباوون محآل نه مخکی د مومندو د ایجنسۍ د سلاله په کلی کې وشوه، یوه بیدریغه حمله وه.

مقامات وایی قریب ۴٠ تنه عسکر په دغه تاڼه کی موجود وو.

ناټو وایي خبر دي چې دغه حمله شویده او تحقیق یی کوی.

په افغانستان کی د ناټو او امریکایی قواوو قوماندان جنرال جان الن د پاکستان د امنیتي قواوو هغو کورنیوسره خواخوږي څرګنده کړیده چه غړي یې په دغه حمله کې مړه شوی یا زخمی شویدی.

صدراعظم رضا یوسف ګیلانی د بهرنیو چارو وزارت ته امرکړیدې چه د ناټو او امریکا سره سمې کلکی خبری وکړی.

بل پلو:

نړیوال ځواکونه د هغې پیښې په اړه تحقیقات کوي چې نن سهار د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډې پولې کې شویده. په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الن په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا پیښه ورته زیاته اهمیت لري او ډیره پاملرنه ورته کوي.

او د حقیقت د پیدا کولو لپاره یې د بشپړو څیړنو غوښته کړیده. په اعلامیي کې ویل شویدي چې د پاکستان د پوځ د کورنۍ د ټولو هغو غړو سره په غم کې ځان شریک ګڼم چې پدې برید کې وژل شویدي.

باید ووایم چې د آیساف ځواکونه د پاکستان سره د امنتي اړیکو د ساتلو لپاره پوره ژمن دي چې په سرحدي سیمو کې د عملیاتو هماهنګي او د ترووریزم پر ضد ګډه جګړه هم پکې شامله ده.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ناټو دا مني او که نه چې دا برید د پاکستان په خاوره کې شویدی. د ناټو ویاند داسې وویل:

تحقیقات لا ندي بشپړ شوي خو کوم مالومات چې مونږ لرو دا ښیي چې دا برید د پاکستان په خوا کې شویدی. ویاند پدې هم بې خبري وښوده چې پاکستان د ناټو اکمالاتي قطارونه بند کړیدي. او زیاته یې کړه چې هغوي دا خبر یوازې د مطبوعاتو له لارې اوریدلی دی او په مستقله توګه تر اوسه ندی تائید شوی.

XS
SM
MD
LG