د لاس رسي وړ اتصالات

یاغیانو په پاکستان کې د ناتو ۲۷ ټانکره سوځلي دي


یاغیانو په پاکستان کې د ناتو ۲۷ ټانکره سوځلي دي

یاغیانو په پاکستان کې د ناتو ۲۷ ټانکره سوځلي دي

پاکستاني ماموران واېې چې ېو شمېر تندروانو دپاکستان په جنوب کې دتېلو تقرېبا اوه وېشت ټانکرونه چي په افغانستان کې ېې دناټو دقواوو لپاره تېل انتقالول سوځولي دي.

دا پېښه ېوه ورځ وروسته دهغې وشوه چې دناټو دقواوو په ېوه هواېې حمله کې دسرحد نه آخوا دپاکستان دپوځ درې تنه عسکر ووژل شول.

پاکستاني مقاماتو ووېل وسله والو سړو لومړۍ دخلکو د ډارولو لپاره دټوپکو ډزې وکړې او کله چي خلک وتښتېدل نو دتېلو ټانکرونو ته ېې اور واچوه.

دغه حمله نن دسند دصوبې دشکارپور په ښارگوټي کې رامنځ ته شوه.

پرون دپنجشنبی په ورځ دپاکستان حکومت په افغانستان کې دناټو دقواوو ېوه مهمه اکمالاتي لاره وتړله. پاکستان دا اقدام دکرمې په اېجنسئ کې دافغانستان دسرحد سره نژدې دپاکستان دپوځ په پوسته باندې د هواېې حملې نه وروسته وکړ.

دپاکستان دپوځ ېوه وېاند ووېل چه عسکرو ېې د خبرداري لپاره دناټو په هلېکوپترو باندې ډزې وکړې، چې په مقابل کې دناټو دهلېکوپترو نه ېې په پوسته باندې توغندۍ وار شوې چې په نتېجه کې ېې درې عسکر مړه او درې کسه نور زخمیان شول.

په افغانستان کې دناټو دپوځونو داکمالاتو زېاته برخه دپاکستان له لاره انتقالېږي. پاکستاني مقامات واېې چې دتورخم لاره ېې دامنېتي وجوهاتو په بنا تړلې ده مگر نور څه تفصېلات ېې ورنه کړل.

پاکستاني مامورانو ووېل چه پرون ېوه بله هواېې حمله هم وشوه خو څوک ېې زخمېان نه کړل.

دا پېښه په داسي حال کې وشوه چه پرون دامرېکا دمرکزي استخباراتو دادارې رېس (لېون پانېته) په اسلام اباد کې دپاکستان دصدراعظم (ېوسف رضا گېلاني) سره ملاقات وکړ.

دپاکستان صدراعظم ورته ووېل چه په قباېلي سېمو باندې دبی پېلوټه امرېکاېې الوتکو دحملو دزېاتېدلو او دپاکستان هواېې قلمرو څخه د سرغړونې له امله ډېر سخت په تشوېش کې لوېدلي دي. دپاکستان صدراعظم واېې چه د نايو دا عمل دپاکستان دخاورې په تمامېت باندې تېریْ دیْ.

XS
SM
MD
LG