د لاس رسي وړ اتصالات

د بن په کنفرانس کې برخه نه اخلو، پاکستان


د بن په کنفرانس کې برخه نه اخلو، پاکستان
د بن په کنفرانس کې برخه نه اخلو، پاکستان

پاکستان وایي د بن په نړیوال کنفرانس کې به برخه وانخلي او وایي چې دا کار د ناټو دهغه هوایي برید باندې د اعتراض په خاطر کوي چې 24 پاکستاني عسکر پکې ووژل شول.

دا غونډه راتلونکې اونۍ په جرمني کیږي او تمه ده چې د طالبانو سره د روغې جوړې په اړه پکې خبرې وشي.

سره لدې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان نه غوښتلي دي چې د بن په کنفرانس کې په ګډون باندې دې سره غور وکړي، خو د پآکستان صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي دي چې پدې کنفرانس کې به هغوي برخه وانخلي.

د افغانستان د حکومت یو شمیر وسله وال مخالفین د پاکستان د امنیتي کړیو سره اړیکې لري نو په همدې خاطر په افغانستان کې د سولې په هر ډول هڅو کې د پاکستان نقش مهم ګڼل کیږي.

او دا چې ټاکل شوې چې د ناټو په مشرۍ نړیوال ځکوانه به په 2014 میلادي کال کې د افغانستان اوځي، نو د سولې د خبرو لپاره هم وخت په چټکۍ سره مخ په کمیدو دی.

د ناټو د جنګي الوتکو او هیلوکوپترو په هوایي برید کې د 24 پاکستاني عسکرو وژل کیدل د دغه ملک د زیات شمیر خلکو لپاره بو بوږنونکی او غمژن خبر دی. او سره لدې چې امریکا هر کال د پاکستان سره په میلیاردو نو ډالره مرستې کوي خو د پاکستان ولس د حکومت نه غواړي چې د امریکا سره دې د خپلو اړیکو مزي سست کړي.

یو تن پاکستانی د ناټو د هوایي برید په اړه خپل نظر داسې څرګندوي:

" که چیرته تاسو پخپل دوست وار کوئ نو د طالبانو په شان د دښمنانو نه څه تمه کوئ. مونږ ستاسو ملګري یو او تاسو باید چې په مونږ برید ونکړئ. "

یو بل تن بیا وایي چې د ناټو په برید باندې د پاکستان ټول ولس په قهر شویدی او د امریکا په ضد شویدی او که چیرته مناسب اقدامات ونشي نو خلک به د پاکستان د حکومت په ضد هم راپاڅیږي.

د بن په کنفرانس کې د نه ګډون تر څنګ پاکستان هغه لارې هم بندې کړیدي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته مواد پرې وړل کیږي او امریکا ته یې دا امر هم کړیدی چې د شمسي هوایي اډې نه دې هم واوځي. داسې ګمان کیږي چې امریکا د همدې اډې نه د بی پیلوټه الوتکو د بریدونو د تنظیم چارې پر مخ بیایي.

د همدغو الوتکو لخوا د مزایلو بریدونه او په بریدونو کې د ملکي خلکو وژل کیدل هغه څه دي چې تل یې د پاکستان د حکومت او ولس قهر راپارولی دی.

په اسلام آباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې څیړونکې میرمن سمبل خان وایي پاکستان پرته لدې چې د ناټو او امریکا په خلاف جدي دریز غوره کړي، بله هیڅ چاره نلري.

" دا چې د دې پیښې په اړه څه ډول چال چلند کیږي زما په فکر احتمال لري چې عکس العملونه به هم ډول ډول وي. او بله دا چې د پاکستان ولس او حکومت به پدې راتلونکو دوه یا درې ورځو کې څه ډول عکس العمل ښیي اوس پدې پورې اړه لري چې امریکا او ناټو یې په ځواب کې څه وایي. "

د پیښې په اړه د امریکا په مشرۍ تحقیقات پیل شویدي او تمه کیږي چې نتیجه به یې راتلونکې میاشت پوره مالومه شي چې د ناټو هیلوکوپترو څنګه د پاکستاني عسکر په دوه پوستو باندې بریدونه وکړل.

XS
SM
MD
LG