د لاس رسي وړ اتصالات

د اکمالاتي لارو پر سر د امریکا او پاکستان جنجال تر اوسه ناحله پاتې دی


پداسې حال کې چې په پاکستان باندې فشار ورځ تر بلې زیاتیږي چې په افغانستان کې دناټو د ځواکونو لپآره د اکمالاتو لارې بیرته پرانیزي، خو پرون د پنجشنبې په ورځ هم په سل ګونه لارۍ په پاکستان کې ولاړې وې او دیته انتظار ایسته چې کله به لارې پرانیستل کیږي.

د پاکستان او امریکا تر منځ د هغو لارو د پرانیستلو پر سر جنجال تر اوسه هم ندی حل شوی چې په افغانستان کې دیره د ناټو ځواکونو ته پرې اکمالات کیږي.

پاکستان د اکمالاتو دغه لارې وروسته تر هغې بندې کړلې چې د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې د پاکستان 24 عسکر ووژل شول.

داسې هیلې شته دي چې ډیر ژر به امریکا او پاکستان یوې نتیجې ته ورسیږي او په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو لپاره د اکمالاتو لارې به هم پرانیستل شي خو بل پلو بیا د لاریو موټروانان وایي چې د لارو د بندیدو له وجې ډیر خلک بې روزګاره شویدي. فیصل محمد چې د لارې چلونکی دی پدې اړه داسې وایي:

" تقریباً 7 میاشتې کیږي چې دا لارې بندې شویدي او مونږ ټول موټروانان بې روزګاره یو او مالي ستونزي هم راته پیدا شویدي. که چیرته د ناټو د ځواکونو لپاره د اکمالاتو لارې بیرته پرانیستل شي نو په زرګونه خلکو ته به کار روزګار پیدا شي ځکه چې ډیر خلک خپله روزي د همدغه کاروبار له لارې پیدا کوي. "

پاکستان د ناټو د تړون غړی هیواد ندی خو بیا هم دغه هیواد ته د شیکاګو په ښار کې د ناټو دغړیو هیوادونو د مشرانو غونډې ته وربلل شوی ؤ ځکه چې له یوې خوا دغه هیواد په افغانستان کې زیات اسر او رسوخ لري او له بلې خوا د ناټو د ځواکونو زیات اکمالات د همدغه هیواد له لارې افغانستان ته کیږي.

د تیرې دوشنبې په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا ولسمشر براک اوباما د پاکستان د هغه سره په شیکاګو کې لنډې خبرې کړیدي خو د ناټو د ځواکونو لپاره د اکمالاتو د لارو د بیرته پر انیستلو په اړه خبرې ندي شوي.

بل پلو ښاغلي زرداري د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې میرمن هیلري کلنټن سره هم کتلي او د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دواړو مشرانو د ناټو د ځواکونو لپاره د اکمالاتو د لارو د بیرته پرانستلو په اهمیت باندې خبرې وکړلې.

د پاکستان د چارو یو تن کارپوه قیصر محمود پدې اړه چې په پاکستان باندې د دغو لارو د پرانیستلو په خاطر څومره فشار دی، داسې وایي:

" ټوله نړۍ، په ځانګړي ډول د ناټو غړي هیوادونه او امریکا په پاکستان باندې زیات فشار اچوي لارې دې پرانیزي. دغه هیوادونه په سختو ټکو اعلامیې خپروي او اوس د پاکستان حکومت او چارواکو لپاره دا ډیره ګرانه چې د پاکستان دریز څرګند کړي. پاکستان پخپله اوس کوښښ کوي چې د دغو لارو د پرانیستلو لپاره یوه چاره پیدا کړي. "

امریکا پخوا پاکستاني چارواکو ته د یوې لارۍ پر سر 2 سوه او 50 ډالره ورکول خو اوس پاکستان وایي چې باید ورته 5 زره ډالر ورکړل شي چې همدغه مسله د اکمالاتي لارو د بیرته پرانیستلو لپاره غټ خنډ دی.

پاکستان همدارنګه ویلي دي چې امریکا دې د پاکستاني عسکرو د وژل کیدو په خاطر بښنه وغواړي خو د امریکا حکومت وایي دیته چمتو دی چې د یوې لارۍ پر سر پاکستان ته تر 5 سوه ډالرو پورې ورکړي خو د عسکرو د وژل کیدو په خاطر به بښنه ونه غواړي.

XS
SM
MD
LG