د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه افغانستان ته د نظامي اکمالاتو د ترانزیت اجازه ورکوي


روسیه افغانستان ته د نظامي اکمالاتو د ترانزیت اجازه ورکوي
روسیه افغانستان ته د نظامي اکمالاتو د ترانزیت اجازه ورکوي

د روسیی د بهرنیو چارو وزیروایی مسکو به ناټو ته اجازه ورکړی چه د ترانزیت د معاملی د پراختیا په اساس د روسیی له لاری افغانستان ته زرهدارموټرونه انتقال کړی.

د بهرنیو چارو وزیرسرگی لاروف نن په مسکو کی خبری کنفرانس ته وویل د روسیی په دی لاره، د ماینونو ضد ، زرهدار موټرونه وړل کیږی.

د ناټو سرمنشي اندریس فاغ رزموسن، تیره اونی د ناټواو روسیی د سلاکارانو په غونډه کی اعلان وکړ چه روسیی موافقه کړی وه چه د افغانستان د جنگ په برخه کی همکاری زیاتوی، د ناټود عکسرو سره د ملاتړ لپاره ناټو پری ږدی چه نور تجهیزات د روسیی له لاری افغانستان ته انتقال کړی.

د روسیی جمهورریس دیمتری میدویدوف ، په لزبن کی د ناټو،او روسیی د سلاکارانو دغونډی رهبری کوله.

د دوه زره او اتم کال د اپریل په میاشتی کی، د لویدځ انډیوال ملک گرجستان سره د مسکو د لنډی جگړی راهیسی، دا، ددې ٢٩ کسیز گروپ لومړی غونډه وه.

XS
SM
MD
LG