د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د منصور وژنه سولې ته یو فرصت دی


د ناټو د سرمنشي دمخه د امریکا جمهور رئیس هم د ملا منصور د وژنې وروسته د افغانانو ترمنځ د سولې د امکاناتو په باب هیله ښودلې وه
د ناټو د سرمنشي دمخه د امریکا جمهور رئیس هم د ملا منصور د وژنې وروسته د افغانانو ترمنځ د سولې د امکاناتو په باب هیله ښودلې وه

په کابل کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د قوماندانۍ څخه په خپور شوي یو بیان کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د طالبانو د مشر ملا اختر منصور له وژنې وروسته اوس ددې زمینه برابره شوه، چې افغانان په خپلو کې وسره کښیني او د سولې خبرې پیل کړي.

د ناټو عمومي سرمنشي ویلي، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې په مخ کې خنډ وو او ددغو خبرو په وړاندې ولاړ وو.

د ناټو سرمنشي دا هم ویلي، چې ملا اختر منصور د افغانستان لپاره سوله نه غوښته او د سولې ټول اړخونه یې بند کړي وو.

ښاغلي سټولټنبرګ ملا اختر منصور هغه کس یاد کړی دی، چې د هغه په مشرۍ طالبانو هره ورځ امریکايي او د ناټو سرتیري په نښه کول، په ويناء یې ملا اختر منصور افغانان وژلي او خونړي بریدونه یې په افغانستان کې ترسره کول.

د ناټو سرمنشي یو وار بیا په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ د ماموریت یادونه کړې ده او ویلي دي چې دا ماموریت په افغانستان کې د افغان ځواکونو تجهیز، تمویل او روزنې ته ژمن دی.

د ناټو سرمنشي دا خبرې پداسې حال کې کړي دي، چې لا هم طالبان د خپل مشر د سرنوشت په تړاوو چوپه خوله دي.

د راپورونو له مخې د ملا اختر منصور د وژنې را وروسته طالب مشران د خپل نوي مشر د ټاکلو په سلامشورو بوخت دي. ځینې افغان څېړونکي وايي، چې کېدای شي، د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب د طالبانو نوی مشر وټاکل شي.

خو ځينې نور بیا د نورو طالب مشرانو نومونه هم اخلي، د ملا اختر محمد منصور مرستیال ملا هیبت الله نوم هم په دغو نومونو کې شامل دی او ویل کیږي کېدای شي کیدای شي طالبان هغه د خپل نوي مشر په توګه وټاکي، ملا هیبت الله په قوم نورزی دی او د ځینو څېړونکو په باور نورزي په طالبانو کې بانفوذه قومندانان لري.

د مولوي جلال الدین حقاني د زوی نوم سراج الدین حقاني هم یادیږي، سراج الدین حقاني چې دا مهالې ملا منصور د مرستیالې ترڅنګ د حقاني شبکې مشري هم په غاړه لري، د ځینو په باور ښايي د طالبانو نوی مشر وي، خو د طالبانو د چارو یو کارپوه وحید مژده بیا پدې باوري دی، چې سراج الدین حقاني د لوی کندهار له حوزې ندی نوطالبان به هڅه وکړي چې د دغې ډلې مشري له لوی کندهار بهر نه وځي نو ښايي سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر په توګه و نه ګمارل شي، خو وحید مژده وايي سراج الدین حقاني له کندهار باندې د طالبانو قوی مشر دی.

ددې ترڅنګ د ملا محمد عمر د ورور مولوي عبدالمنان هوتک نوم اخېستل کیږي، ترڅنګ د ملا عبدالقیوم ذاکر یادونه هم ځینې کوي.

ملا اختر محمد منصور د شنبې په ورځ مازیګر یوې بې پيلوټې امریکايي الوتکې د پاکستان د بلوچستان ایالت په دالبندین سیمه کې د هغه موټر په نښه کړ، هغه او یو موټر چلوونکی یې وواژه.

پاکستاني رسنیو د ولي محمد په نوم د یوه کس پاسپورټ هم وښوده، چې ویل کیږي تصویر یې د ملا اختر محمد منصور دی، په پاکستاني پاسپورټ کې ملا اختر منصور ښودل کیږي چې ایران ته تللی دی، ایران لاس لرل رد کړي دي.

پاکستان هم تراوسه د ملا اخترمحمد منصور وژل ندي تائید کړي.

خو پاکستان د امریکا سفیر پدغه هیواد کې احضار کړی دی او په خپله خاوره کې یې د امریکا د ډرون برید په پاکستان کې د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ګڼلی دی.

XS
SM
MD
LG