د لاس رسي وړ اتصالات

راسموسن: د ناټو د لیسبن غونډه به یوه تاریخي غونډه وي


راسموسن: د ناټو د لیسبن غونډه به یوه تاریخي غونډه وي
راسموسن: د ناټو د لیسبن غونډه به یوه تاریخي غونډه وي

تمه کېږي چې کله د نړۍ مشران سباح د جمعې په ورځ په لیسبن کې د ناټو په غونډه کې سره وګوري نو ددغه سازمان پر راتلونکې اتحاد، په نړۍ کې ددغه سازمان د نقش او د روسیې سره د اړیکو په باب ښايي خبري وکړي. دغه غونډه په داسي حال کې کیږي چې د ناټو سازمان د ۲۱ مې پیړۍ دویمې لسیزې ته د ننوتو سره سمه هڅه کوي چې ځان په نوي ډول تعریف کړي.

د نړۍ تر ټولو بریالي نظامي اتحاد د افغانستان په ماموریت کې خپل شهرت آزموینې ته وړاندي کړی دی. د ناټو په مشري د نړیوالو سوله ساتو ځواکونه یا آیساف په افغانستان کې ۱۳۰ زره قواووې لري چې د ۲۸ بیلابیلو ملکونو نه دي.

ددغو قواوو له جملې نه زیاتره یې آمریکايي قواووې دي، د لندن د رویل یونایټډ انستیتوت څخه جانتن ایال وايي چې ناټو به د آمریکا مشري تعقیبوي.

هغه داسي وايي:،،که چیري د آمریکا جمهور ریْس راتلونکی کال پریکړه وکړي چې د عملیاتو په برخه کې بریالیتوب ترلاسه شوی دی او عملیات باید ادامه وموندي نو زه فکر کوم چې تر زیاته بریده به متحدین د هغه ددې پریکړې نه ملاتړ وکړي.،،

د یادونې وړ ده چې د لیسبن په غونډه کې به د ناټو د غړو ملکونو مشران د یاغیانو پرضد د شپې د خوا د عملیاتو په باب هم بحثونه وکړي. دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي ددغو عملیاتو پرضد اعتراض کړی دی او ویلي یې دي چې دغه راز عملیات د افغانستان د ماموریت نه د خلګو ملاتړ کموي.

دغه راز په غونډه کې به د ۲۰۱۴ کال د نېټې په باب هم خبري وشي چې ناتو غواړي په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي.

د غونډې په اجندا کې به بله موضوع د روسیې موضوع وي چې په غونډه کې به د روسیې جمهور ریْس ډیمیتري میدویف هم ګډون وکړي. د ناتو عمومي مشر فاګ راسموسن وايي چې ناټو او روسیه به په افغانستان کې د یوه بل سره همکار وکړي.

د ناټو عمومِي منشِ په دې باب داسي وویل،،زما په قوي آند باندی روسیې اوس په دې باور ه چې د دې وخت را رسیدلی چې د یوه بل په باب اندېښنې نورې شاته پرېږدو. اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د یوه بل سره کار وکړو او مونږ به دا کار وکړو.،،

د ناټو سره د روسیې اړیکې په کال ۱۹۸۹ کې کله چې د برلین دیوال ونړول شو، پیل شوې. د پخواني شوروي اتحاد د باندنیو چارو وزیر ایدوارد شیورنداز د ناټو عمومي قوماندانۍ ته یو تاریخي سفر وکړ.

خو د ناټو او روسیې ترمنځ اړیکې سړې شوې او لامل یې تر زیاته بریده د ناټو وسعت او د دفاعي سیستم د نصپولو پلان و.

د امنیتي مطالعاتو د نړیوال مرکز نه اوکسانا انتونیکو وايي چې دغه اړیکې به بیرته خپل عادي حالت ته راستنې شي.

هغه داسي وايي: ،،زما په آند د جمهور ریْس اوباما حکومت د روسیې سره د نویو اړیکو د پیل په برخه کې یو جدي تعهد لري او زه فکر کوم چې په دې برخه کې مسایل مخ پر بدلیدو دي.،،

د یادونې وړ ده چې ناټو هم د بدلیدو په حال کې ده. ددغه سازمان نوې ستراتیژیکه مفکوره دا داه چې د ۲۱ مې پیړۍ سره ځان سم کړي او همداشان ددې تړون دپاره اوسني لومړیتوبونه د اټمي دفاعي سیستم نصپول او د انټرنیټ حفاظت دی.

د رویل یونایټډ انسټیټوټ څخه جانتن ایال په دې برخه کې بیا داسي وايي:،،مونږ به هڅه ونکړو چې روسیه ودې ته وهڅوو چې د اتمي دفاعي سیستم ومني بلکې مونږ به په دې برخه کې پرمختګ وکړو او یوې موافقې ته به ورسېږو چې په نتیجه کې به یې د دغه دفاعي سیستم لومړۍ برخه ځای پر ځای شي.،،

د ناټو عمومي منشي وايي چې د لیسبون غونډه به یوه تاریخي غونډه وي او په نتیجه کې به یې یو عصري او نوی اتحاد په ډاګه شي.

په داسي حال کې چې ناټو د یوه نظامي جوړښت نه د یوه دفاعي دریځ پر خوا روانه ده، ټول اوس افغانستان ته متوجې دي او په افغانستان کې ماته او یا د کمزوری مفکوره به د ناتو پر راتلونکو هیلو باندي اغیزه وکړي.

XS
SM
MD
LG