د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د ناټو د غونډې دپاره لېزبون ته ورسید


اوباما د ناټو د غونډې دپاره لېزبون ته ورسید
اوباما د ناټو د غونډې دپاره لېزبون ته ورسید

د امرېکا جمهور رئیس بارک اوباما د پرتگال په پاېتخت لېزبون کې دناټو د مشرانو په هسکینه غونډه کې د گډون لپاره دغه هېواد ته رسېدلی دی. هیله کېږي چې د افغانستان مسله به د بحث لپاره د دغې غونډی د اېجنډا په سر کې شامله وي.

ټاکل شوې ده چې د لېزبون په غونډه کې به د ناټو د تړون د ٢٨ غړو ملکونو مشران په افغانستان کې دناټو د راتلونکې او د افغانستان حکومتي قواو ته د کال ٢٠١۴ مېلادي تر پای پورې د امنیت د مسولیت د ورسپارلو په موضوع خبرې وکړي.

ښاغلی اوباما به افغانستان نه د ناتو د تړون د ېو لک دېرش زره عسکرو د را ایستلو لپاره د څلورو کالونو د مودې وړاندیز کړی دی، چې ایستل به ېې په تدرېجي ډول بل کال شروع شي او په همدغه موده کې به افغاني قواو ته دامینت د ساتلو وظېفه ور وسپارل شي.

خو نن د امرېکا د دفاع وزارت ېوه وېاند جېوف موریل خبرېالانو ته ووېل چې دغه نېټې د اسې نه دي چې گوندي بدلون نه مومي. مورېل زېاته کړه چې په اصل پلان کې دا غوښتل شوي دي چې د کال ٢٠١۴ مېلادي ترپای پورې باید انتقالي دوره پای ته و رسول شي او معنی ېې دا شوه چې د٢٠١٥ مېلادي کال پوری به افغاني قواو ته د واک د ورسپارلو کار بشپړيږي.

ددغې مودې نه وروسته هم توقع ده چې د ناټو عسکر به په افغانستان کې پراته وي، د پوځي روزنې نه علاوه تر ېوه وخت پورې به هلته د بشري چارو په سر ته رسولو کې مرسته کوي.

د ناټو د مشرانو په دې دوه ورځنئ غونډه کې به دناټو د تړون لپاره نوې ستراتېژېکې مفکورې معرفي شي. دا به داسې ېوه نوې مفکوره وي چې د ساېبر ټرورزم سېکورټی ېا د حملو نه د انټرنېټ د امنېت ساتل او بالېستېکي توغوندو په مقابل کې د فاع په نظر کې ونېسي.

دناټو عمومي منشي انډرز فاغ رسموسېن دا غونډه دناټو په ټول تارېخ کی ترټولو مهمه غونډه وبلله. ناټو په خپل هدف او مامورېت د وروستي ځل لپاره ١١ کاله مخکی تجدید نظر کړی ؤ. د ناټو نوې ستراتېژېکي مفکوره ددغه تړون دکارپوهانو ېوې ډلې جوړه کړی ده ، چې د امرېکې پخوانئ خارجه وزېره مېرمن مېډلېن البراېټ ېې هم غړېتوب درلوده.

په غونډه کې دناټو د تړون د ساړه جنگ د زمانې یوه پخواني سېال روسېې ته هم د گډون بلنه ورکړ شوی ده. ناټو کوښښ کوي چې په اروپا کې د دافع هوا توغندو د لگولو نه علاوه د افغانستان د جنگ په اړه هم د روسېې ملاتړ حاصل کړي. جاپان او جنوبي کورېا سره د پوځي همکارۍ په پراخلو باندې به هم خبرې وشي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی چې څو واریې د ناټو د پوځي تکتېکونو په ځېنو اړخونو باندې انتقادونه کړي دي په دې غونډه کې برخه اخلي. د افغانستان په اړه به خبرې سبا د شنبی په ورځ پېل شی.

XS
SM
MD
LG