د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو هڅه کوي په ختیځې اروپا کې خپل حضور پراخ کړي


د ناتو جگپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ د بندو دروازو تر شا راغونډ شوي وو چې د دې ټلوالې په تگلارې کې په بدلونونو او د ځواکونو په تشکیلاتو باندې خبرې اترې وکړي او دا چې څنگه د روسیې او نورو امنیتي ستونزو په وړاندې مقابله وکولای شي.

د ناتو د پوځي کمیتې رئیس جنرال پیتر پاویل د پنجشنبې په ورځ وویل چې په بروکسیل کې دا غونډه په وارسا کې د ناټو د راتلونکې غونډې لپاره د مشورو د راټولو په مقصد جوړه شوې ده.

ښاغلي پاویل وویل "زمونږ پوځي مشرانو، سلاکارانو او د حکومتونو د مشرانو تر ټولو مهمه دنده داده چې په دې ستونزمنو لارو کې یوه روښانه تگلاره پیدا کړو."

د پنچشنبې د ورځې په غونډه کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو قوماندان جنرال جوزف دنفورد هم د لومړي ځل لپاره د امریکا د لوی درستیز په توگه گډون کړی و.

د جرمني ونډه

په ورته وخت کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په پلازمینه برلین کې د اوکراین د سولې په خبرو کې د دغه هیواد گډون د ختیځې اروپا په امنیت کې تر ټولو لویه ونډه وبلله.

فرانک والتر شتاین مایر د پنجشنبې په ورځ د خپل پولندي سیال سره د خبرو وروسته وویل چې امنیت د وارسا او برلین ترمنځ اختلافاتو لامل ندی، خو هغه ټینگار وکړ چې د اوکراین د سولې خبرې د سیمې د امنیت مطمین کول دي.

جرمني تیر کال د فبروري په میاشت کې د فرانسې، روسیې او اوکراین سره په گډه د 'منسک ٢' په نوم په یو لړ اقداماتو باندې موافقه وکړه چې له امله به یې په ختیځ اوکراین کې پوځي خړپړتیا پای ته ورسوي.

د پولند د بهرنیو چارو وزیر چې د پنجشنبې په ورځ په وارسا کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر شتاین مایر سره په یو خبري کنفرانس کې خبرې کولې بیا بیا ټینگار وکړ چې پولند په سیمه کې د ناټو د ټلوالې د حضور د زیاتوالي په لټه کې دی.

خو روسیې خبرداری وکړی چې د جرمني په گدون د ناټو د غړو هیوادونو د دې ډول اقداماتو په خلاف به گام پورته کړي.

XS
SM
MD
LG