د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي طالبانو تیره میاشت سل ملکیان ووژل


ناټو وايي طالبانو تیره میاشت سل ملکیان ووژل

ناټو وايي طالبانو تیره میاشت سل ملکیان ووژل

په افغانستان کې د ناتو تر مشرئ لاندی قواوې وايي که څه هم چې طالبان وايي چې د عامو ملکی خلکو سره د جنگ په وخت کار نه لري او ژوند یې خوندي ساتي،خو تېره میاشت طالبانو د سلو نه زېاتو ملکی کسانو د وژلو او د دوه سوه نه زېاتو ملکی کسانو دزخمی کېدلو مسوولېت په غاړه لره.

ناتو وویل چې د طالبانو پیغام، هره ورځ په افغانستان کی د اصل واقعېت سره سر نه خوری او هغوئ په قصدی ډول ملکی خلک ډاروی، وژنی او زخمی کوی یې.

ناتو دا ډول ضد او نقیض کړه وړه یو ډول دوه مخي وبلله. ناتو وايي چې طالبان په افغانستان کې پر ملکي خلکو د خپل فشار د زیاتولو لپاره د دریو لارو نه کار اخلي، چې په دې کې بې درېغه تشدد، ظالمانه رویه او د خپلې سختې ایډیالوژئ او مفکورې تحمیلول او په سیمه کې د بنیادي خدماتو او ابادئ مخه نیول شامل دي.

ناټو دا بیانیه په داسی حال کې خپره کړې ده چې د هېواد په جنوبي برخو کې یې د طالبانو پر خلاف جنگ گړندی کړی دی.

په عین وخت کې ناټو نن اعلان وکړ چې دوه تنه عسکر یې نن چهارشنبې د افغانستان په ختیځ او جنوب کې د طالبانو په بیلو بیلو حملو کی وژل شوي دي خو په دې اړه یې نور تفصیلات ورنه کړل.

سږ کال په افغانستان کې د ناټو ٦٢٥ تنه عسکر وژل شوي دي

XS
SM
MD
LG