د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو قوماندان: افغانانو ته به جنګي الوتکې ورکړو


General Ken Tovo

General Ken Tovo

په افغانستان کې د ناټو د ښوونې او روزنې د ماموریت عمومي قوماندان ډګر جنرال کین ټوو د امریکا غږ د حسیب الکوزي سره په ځانګړې مرکې وویل چې د افغان ملي امیني ځواکونو د ښوونې او روزنې چارې سمې پر مخ روانې دي او دغه لړۍ شاته نه ده پاته شوې. دا په داسي حال کې ده چې د فارن پالیسۍ مجلې په دې ورستیو کې یو ریپوټ خپور کړی وو او په کښي راغلي وو چې په داسي حال کې چې امریکايي ځواکونه د افغانستان څخه وځي، افغان ځواکونه هم د پوځ او پولیسو لیکي پرېږدي.

ډګر جنرال کېن ټوو وویل چې افغان ملي امنیتي ځواکونه که پولیس دي او که پوځ په پشپړه توګه د پلان سره سم مخ پر وړاندې روان دي. نوموړي زیاته کړه چې افغان هوايي ځواک به چې د مخه لا لوژستیکي او ځيني روغتیايي ماموریتونه اجرا کوي، په جنګي الوتکو سمبال سي او د دې وړتیا به پیدا کړي چې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو په پشپړه توګه حمایت وکړي.

د جنرال کېن ټوو سره مرکه پر لاندي لینک باندي اوریدلای شیْ.

XS
SM
MD
LG