د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د خپلې دفاعي بودجې د زیاتولو په هڅه کې ده


په ١٩٩٠ کې د سړې جگړې له پای ته رسیدو وروسته اروپایي هیوادونو خپلې پوځي بودجې راکمې کړې
په ١٩٩٠ کې د سړې جگړې له پای ته رسیدو وروسته اروپایي هیوادونو خپلې پوځي بودجې راکمې کړې

ټاکل شوې چې د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس نن د چارشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع له وزیرانو سره وگوري.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ په خپل انتخاباتي کمپاین کې ویلي وو چې د هغه متحدینو دفاع به ونه کړي چې د ناټو د سازمان په لگښتونو کې خپله مناسبه ونډه نه ادا کوي. د هغه دغو څرگندونو د اروپایي ټولنې غړي په ځانگړې توگه د پولنډ، ایستونیا، لیتوانیا او لتویا په شان هیوادونه چې د روسیې سره په پوله پراته دي، اندیښمن کړي دي.

د ناتو عمومي منشي یان ستولتنبرگ خبریالانو ته وویل "د لگښتونو مناسب ویش او د دفاعي لگښتونو زیاتول د شمالي اتلانتیک تړون غښتلی کوي." هغه زیاته کړه چې هماغسې چې د کړکیچ د کمیدو په صورت کې ناتو خپل لگښتونه راکم کړل، اوس چې کړکیچ بیا رامنځ ته شوی"مونږ باید ددې وړتیا ولرو چې خپل مصارف زیات کړو."

په ١٩٩٠ کې د سړې جگړې له پای ته رسیدو وروسته اروپایي هیوادونو خپلې پوځي بودجې راکمې کړې او د ٢٠٠٨ کال نړیوال اقتصادي بحران نور هم د هغې د کمیدو سبب شو.

اوس هم د ناتو هیوادونو د دفاعي بودجې د مخ په زیاتیدونکي کسر په اړه اندیښنې موجودې دي او د ناتو مشرانو د اصلاحاتو د نه رامنځ ته کولو په صورت کې د خطرونو خبرداری ورکړی دی.

په ٢٠٠٨ کال کې پر گرجستان باندې د روسیې د برید او په ٢٠١۴ کې د کریمیا جزیرې نیولو ناټو دې ته اړه کړه چې په ٢٠١۴ کې د لگښتونو د کمیدو مخه ونیسي او دادی یوه لسیزه وروسته غواړي چې د خپل ملي عاید دوه فیصده پر دفاعي چارو ولگوي.

د ناټو عمومي منشي وایي "مونږ له ټولو غړو هیوادونو توقع نه لرو چې سمدستي د خپل ملي ناخالص عاید دوه فیصده ولگوي، خو له خپلو غړو غواړو چې د کسر مخه ونیسي."

دا په داسې حال کې دي چې د ناتو اروپایي متحدینو او کاناډا تیر کال خپل دفاعي مصارف ٣،٨ فیصد زیات کړي چې دا د ٢٠١٥ په پرتله ١٠ میلیارده ډالر زیاتوالی ښیي، خو د ناتو د یو رپوټ له مخې بریتانیا چې د ناټو عمده غړی هیواد دی په دغه هدف کې پاتې راغلې ده.

د اسوشیتید پرس اژانس لیکي چې ددې سره سره د ښاغلي ټرمپ گواښونو، د روسیې ادعاگانو او د اروپایي هیوادونو په پایتختونو کې د سخت دریځو بریدونو د ناټو متحدین دې ته هڅولي چې لږ تر لږه سیاسي اعلامیې خو صادرې کړي.

XS
SM
MD
LG