د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې او لویدیځیو هیوادنو په اړیکو کې د بدلون ستره نښه


د روسیې او لویدیځیو هیوادنو په اړیکو کې د بدلون ستره نښه

د روسیې او لویدیځیو هیوادنو په اړیکو کې د بدلون ستره نښه

د ناتو مشر ( اندرز فو رز موسین ) وایي چي د ناتو د مشرانو سره د روسیې د جمهوررئیس ، دیمیتري میدویدیف د نن ورځي ملاقات د ماسکو او د لویدیځ اتحاد تر منځ د اړیکو د بدلیدو ډیره مهمه نښه ده.

رز موسین دغه راز دا اعلان هم وکړ چي روسیې دا موافقه هم وکړه چي د خپلي خاوري نه به په افغانستان کي د ناتو د عسکرو د پاره د موادو د رسولو ټرانزیټي لار پراخه کړي.

ښاغلی میدویدیف نن لیزبون ته د ناتو د مشرانو عالي جرګې ته ورغی چي د ناتو او روسیې د شورا له خوا د خبرو مشري وکړي. دا د ٢٠٠٨ کال د اپریل د میاشتي را پدې خوا چي روسیې د ګرجستان سره چي د لویدیځ متحد ملک دی، یوه لنډه جګړه وکړه، ددغي شورا لومړنۍ غونډه ده.

راس موسین دا غونډه د اړیکو د پاره " یو ریشتینی او تازه پیل " وباله، او په دې باندي یې ټینگار وکړ چي ددغي شورا ٢٩ غړي ملکونه مهمي شریکي گټي لري او امننیت ته یې یوشان خطرونه متوجه دي.

هغه ددغي شورا د غونډي د پرانستلو په وخت وویل چي " اوس ددې وخت رارسیدلی دی چي موږ خپلي اړیکي عصري کړو. "

ویل کیږي ناتو به روسیې ته بلنه ورکړي چي د امریکا او اروپا د توغوندیو ددفا په سیسټم کي برخه واخلي چي دا د سړې جګړې د ختمیدو راوروسته د روسیې او لویدیځ تر منځ ډیري نژدې همکارۍ ته اشاره کوي.

XS
SM
MD
LG