د لاس رسي وړ اتصالات

په تخار کې زلزلې او غره ښوېدنې ۴ تنه مړه کړي دي


تصویر د عکسونو له ارشیف څخه اخیستل شوی دی
تصویر د عکسونو له ارشیف څخه اخیستل شوی دی
د تخار د روستاق ولسوالۍ خواجه خیراب او پیسته مزار کلیو کې د زلزلې او سیلابونو له امله یو سل اوشل کورونه ویجاړ شوي او د څلورو تنو مړي موندل شوي دي.

د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي چې ددغه ولایت د روستاق ولسوالۍ په دوه کلیو کې د زلزلې د ټکانونو او سیلابونو له امله څلورو تنه وژل شوي دي.

د اسیر په وینا لومړني معلومات ښیی چې په دغه پیښه کې څلورو تنه وژل شوي خو کیدای شي چې تلفات تر دې زیات وي.

د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور هم وايې چې ددغه کلي اوسيدونکي له خپلو کورونو وتلي او کلي ته څيرمه غره کې دېره شوي

((د خواجه خیراب د کلي ټول کورونه په ځمکه کې کې ډوب شوي. او اوسيدونکي یې بیځایه شوي.))

د روستاق ولسوال عبدالمناف فیضي وايي چې د پيښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې، سرې میاشتې او ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو استازي سیمې ته ورغلي چې له زیانمن شویو کورنیو سره مرستې وکړي. اوله بیځایه شوی کورنۍ باید له سیمې بل خوندي ځای ته وليږدول شي.

په تخار کې ددغو سیلابونو او زلزلې پرته د بدخشان او تخار د لویې لارې په ګډون د پنځه نورو ولسوالیو لارې هم سیلابونو بندې کړې دي، سنت الله تیمور وايي:

((د بدخشان او تخار تر منځ سرک چې په زرګونو موټرې پرې هره تګ راتګ کوي د ترافیکو پر مخ بشپړ تړل شوی او له دې پرته د تخار ولایت د ځینو نورو ولسوالیو چال، نمک اب، چایاب فرخار کلفګان د ولسوالیو لارې د ترافیکو پر وړاندې بندې شوي دي.))

تقریبا شپاړس کاله پخوا هم د تخار ولایت روستاق ولسوالۍ کې د ځمکې د ښویدو او زلزلو له امله په سلګونو خلک وژل شوي او کلي يې ویجاړ شوي وو.

د روستاق د ویجاړو شویو کلیو خلکو ته په نورو سیمو او کندوز کې د اوسیدو ځایونه ورکړل شوي او اوس هملته اوسیږي.

په شمال ختیځ زون کې سیلابونه هر کال یو شمیر کلي نړوي او زراعتي ځمکې هم تخریبوي، د اوبو د زیادښت پر وخت د امو سیند هم زراعتي ځمکې نړوي او وخت پر وخت سیند له خپلې اصلي لارې د افغانستان پر لور را اوړي.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG