د لاس رسي وړ اتصالات

د هغو خاصو قواوو غړي چې اسامه یې ووژی، یو کتاب لیکلی


د امریکا د سمندري پوځ د ځانګړو ځواکونو د ټیم یو غړي چې د پاکستان آبېټ اباد په ښار کې یې دالقاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژلو په عملیاتو کې برخه آخیستلې وه ، اوس یې یو کتاب لیکلی دی.

ددغه کتاب په هکله امریکایې چارواکو له دې امله خپله اندیښنه ښکاره کړې چې آمکان لري ځینی پټ رازونه به په کښی افشا شي.

دا کتاب چې د امریکې د ډېوټن شرکت یې چاپوي ، د آمریکا د سمندري پوځ د نېوي سیل په نامه د ځانګړو ځواکونو یوه غړي د مارک آوین په مستعار نامه لېکلی دی.

د کتاب لیکونکي په یوه لیکل شوې بیانیې کې چې خپره شوې ویلي،، اوس ددې وخت رارسېدلی چې د القاعدې د مشر د وژلو اصله قصه روښانه شي.خو د امریکا د دفاع وزارت او د CIA مامورانو وویل چې مونږ لا تراوسه پوري په سمه توگه دغه کتاب د خپریدو نه مخکي نه دی کتلی او د وسله والو ځواکونوهر غړی چې کتاب لیکي باېد مونږ یې د چاپیدو نه مخکي په پوره غور وگورو.

امریکایې ماموران وایې کولی شي چې د کتاب لیکونکی او خپرونکی محکمې ته راکش کړي.
XS
SM
MD
LG