د لاس رسي وړ اتصالات

نوروز منګل: ما استعفی وکړه چې نوي ځوانان راشي


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مخکني کپټان نوروز منګل وايي د دې لپاره یې استعفی وکړه، چې نویو ځوانانو ته خپل ځای پرېږدي.

ښاغلي منګل د سه شنبې په ورځ ( ډسمبر ۳) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې څخه استعفی وکړه.

هغه امریکا غږ اشنا ته وویل " ما ځان ته وکتو، د خپلې کورنۍ او ملګرو سره مې له سلا مشورو ورسته پرېکړه وکړه، چې استعفی وکړم " .

نوموړي وویل چې د استعفی پرېکړه یې اسانه نه، خو دا چې نویو ځوانانو ته چانس ورکړل شي" باید ما استعفی کړې وای".

ښاغلی منګل په رئیس احمدزي پسې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دویم کپټان او لوبغاړی دی چې له لوبو استعفی کوي. ښاغلي منګل د افغانستان تر ټولو بریالی کپټان بلل کیږي، د هغه په مشرۍ افغانستان ډېرې لوبې ګټلي دي.

د نوروز منګل لوبې

نوروز منګل ۴۹ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي دي. دوه سلیزې او څلور پنځوسیزې لري. ټولې منډې یې ۱۱۳۹ دي. نوموړي د ۲۰ اورونو ۳۰ لوبې کړي او دوه پنځوسیزې لري او ټولې منډې یې ۴۵۴ دي.

ښاغلي منګل ۱۴ څلور ورځنۍ لوبې کړي چې یوه سلیزه او ۵ پنځوسیزې لري. په دغو سیالیو کې یې ټولې منډې ۸۳۲ دي.

د نورز منګل نوې دنده

هغه وايي چې د ملي لوبډلې د غوراوي کمېټې د مشر په توګه به ډېره هڅه وکړي چې نویو ځوانانو ته چانس ورکړل شي. هغه وویل" باید هر ځوان ته ډېر چانس ورکړل شي چې ثابته کړي په ملي لوبډلې کې د لوبېدو وړتیا لري ، په یوې او دوو لوبو کې سړی نه معلومیږي".

نوموړي وویل چې د کورنیو سیالیو څخه به لوبغاړي مخامخ ملي لوبډلې ته نه ځي بلکې، د ۲۳ کلنو ځوانانو او بیا د الف لوبډلې کې له ډېرو لوبو او تجربو له ترلاسه کولو ورسته به ملي لوبډلې ته غوره کیږي.

ښاغلي منګل امریکا غږ ته د خپل ژوند د تر ټولو ښې او بدې لوبې په اړه هم معلومات ورکړیدي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG