د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي وايي د نوروز چشن ټول چمتوالی بشپړ شوی


افغان چارواکي وايي د نورزو جشن لپاره یې امنیتي تدابیر هم کلک کړي دي
افغان چارواکي وايي د نورزو جشن لپاره یې امنیتي تدابیر هم کلک کړي دي
په کابل کې د نوروز د سیمه اییز جشن د مراسمو د تنظیم او ترتیب افغان کمیسیون وايي، د جشن ټول چمتوالي یې بشپړ کړي او اوس یوازې د میلمنو او جشن د رسمي وخت د رارسېدو انتظار باسي .

په پام کې ده چې د نوروز سږنی جشن د کابل د پغمان په دره کې ترسره شي، چې د چارواکو په خبره د ۱۱ هېوادونو مشران او بیلابیلي هنري، کلتوري، اقتصادي او نورې ډلې په کې برخه اخلي.

د نورور د جشن د چمتوالي او تنظیم کمیسیون له شاوخوا لسو وزارتونو او نورو اړوندو ادارو جوړ دی او مشري یې د پوهنې وزیر ته سپارل شوی دی .

د دغه جشن د لمانځلو لپاره د کابل د پغمان د شنې دره پر تپې شاوخوا ۶۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده ، تپه له سره رغول شوې او پر تپې د میلمنو د ناستې او کنفرانس ځای هم نوی جوړی شوی دی .

د دې ترڅنګ تر تپې لاندې او شاخوا سیمو کې، رنګارنګ بوټي او کلان کرل شوي، ویالې غزول شوي او پخې لارې جوړې شوي دي چې له شک پرته، دا د جګړه ځپلي افغانستان یو نوی رنګ او نوی تصویر وړاندې کوي .

د کابل له ښاره د جشن ځای ته ورتلونکې لويي لارې هم قیر او پاخ شوي دي، چې د چارواکو په خبره پر دغو ټولو بیا رغنیزو چارو لسګونه میلیونه ډالره لګښت راغلی دی .
Nawroze
Nawroze

د پغمان د نوروز جشن ته د نوروزو لمانځونکو هېوادونو څخه د موسیقۍ ۲۰ بیلا بیلې ډلې هم غوښتل شوي چې، هنر ښودنه وکړي، د دې ترڅنګ د افغانستان د هنر او تیاتر په ګډون د دغه هېواد ګڼې دودیزې او لرغونې لوبې هم نندارې ته وړاندې کیږي .

د افغانستان پر شپږو هنري ډلو سربېره، د اتڼ او موسیقۍ ژوندۍ او په زړه پورې نندارې به د نورزو د سږني جشن نورې زړه راښکونکې برخې وي .

پر دې سربېره، د جشن لپاره یوه ګډه لوحه جوړه شوې او ترڅنګ یې د ۷۰ هنرمندانو او ارګسترانو له لورې په پښتو ژبه یو ګډ سرود هم جوړ شوی چې د جشن په لومړۍ ورځ د (۱۳۹۳ د حمل ۷ په نېټه) په رسمي ډول وړاندې کیږي او اورول کیږي .

په تېرو کلونو کې ایران او تاجکستان د نوروزو د جشن د تنظیماو ترتیبوه، خو سږ کال افغانستان د دغه سیمه اییز جشن کوربه دی .

د کابل د نوروز جشن د ترتیب او تنظیم د کمیسیون د دارالانشا غړی کبیر حقمل امریکا غږ ته وویل«په دغو مراسمو کې به شاوخوا ۳۰۰ بهرني میلمانه ګډون کوي او له لومړۍ ورځې پرته نور د ټولو افغانانو پر مخ پرانیستې ده .افغانستان د جشن لمانځونو هېوادونو پر کلتور، هنر، اقتصاد او ژوند نورو برخو یو ګډ فلم هم چمتو شوی چې، نندارې ته به وړاندې شي .»

ښاغلي حقمل وویل، په مراسمو کې تر ډېره دا هڅه کیږي چې نورې نړۍ ته د افغانستان لرغوني هنرونه ا ونور تولیدات نندارې ته وړاندې شي چې اصلي موخه یې بهرنۍ نړۍ د افغانستان د یو بل او مثبت اړخ ښودل دي .

افغان حکومت د نوي کال لپاره دشنبې ورځ رسما رخصتي اعلان کړې ده .

چارواکي ډاډ ښيي چې د جشن لپاره یې امنیتي تدابیر هم کلک نیولي او هڅه یې دا ده چې د نوروز د مراسمو تر پای پورې دې د هر ډول امنیتي پېښو مخنیوی وکړي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG