د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د نوروز د سیمه اییز جشن کوربه دی


په کابل ښار کې د تېر نوروز د مراسمو یوه څنډه
په کابل ښار کې د تېر نوروز د مراسمو یوه څنډه
نن( ۲۷-۳-۲۰۱۴) افغان پلازمېنه کابل په لومړي ځل د نوروز د سیمه اییز جشن کوربه دی چې له څو میاشتو راهېسې ورته تیاری روان و، دغه مراسم د پغمان درې پر تپې نوې جوړې شوې ودانۍ کې ترسره کیږي.

د نوروز په دغه جشن کې پر افغان ولسمشر او کابېنې دغړو سربېره د ایران، تاجکستان او پاکستان ولسمشران هم برخه اخلي، او پر دې سربېره به د ۱۱ هېوادونو شاوخوا درې سوه میلمانه ،هنري، کلتوري او اقتصادي ډلې په دغه فستیوال کې ګډون او هنر ښودنه وکړي .

د کابل ښار په ځینو برخو کې د وسله والو طالبانو د وروستیو بریدونو او شته امنیتي اندېښنو له کبله دا لا روښانه نه ده چې، بهرني میلمانه به هم د مراسمو ځای ته ځي که څنګه ؟ خو امنیتي چارواکي هیله ښيي چې دغه مراسم له کومې امنیتي پېښې پرته پای ته ورسیږي.

د کابل د نوروز د جشن د ترتیب او تنظیم د کمیسیون د دارالانشا غړی کبیر حقمل امریکا غږ ته وویل « د تاجکستان ولسمشر کابل ته رسیدلی، د ایران او پاکستان ولسمشران به نن پنجشنه (۲۷-۳-۲۱۰۴) راورسیږي، د نورو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي هم رارسیدلي دي چې په دغه سیمه اییز جشن کې برخه واخلي، ټول چمتوالي بشپړ شوي دي.»
په کابل ښار کې د تېر نوروز دمراسمو یوه څنډه
په کابل ښار کې د تېر نوروز دمراسمو یوه څنډه
د کابل د پغمان د شنې دره پر تپې شاوخوا ۶۰۰ جریبه ځمکه کې په جوړې شوې ودانۍ کې د میلمنو لپاره د ناستې او کنفرانس ځانګړي ځایونه جوړ شوي دي .

د جشن لپاره یوه ګډه لوحه جوړه شوې او ترڅنګ یې د ۷۰ هنرمندانو او ارګسترانو له لورې په پښتو ژبه یو ګډ سرود هم جوړ شوی چې نن به په رسمي ډول وغږول شي.

د نورور د جشن د چمتوالي او تنظیم کمیسیون له شاوخوا لسو وزارتونو او نورو اړوندو ادارو جوړ دی او مشري یې د پوهنې وزیر ته سپارل شوی دی، د دغه جشن لپاره په کابل ښار او د مراسمو ځای ته په ورغلیو لارو کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي .

د دې ترڅنګ ویل کیږي چې د دغو مراسمو په ترتیب او تنظیم چارو کې میلیونونه ډالره هم لګول شوي دي .

په دغه جشن کې به د افغانستان د هنر او تیاتر په ګډون د اتڼ او موسیقۍ ژوندۍ او په زړه پورې نندارې وړاندې کیږي .

په تېرو کلونو کې ایران او تاجکستان د نوروزو د دغه سیمه اییز جشن د تنظیم او ترتیب مسولیت لره خو خو سږ کال یې افغانستان کوربه دی .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG