د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: په ښارونو کې نا امنیي زیاته شوې ده


د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي (ارشیف)
د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي (ارشیف)

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تیرو پنځه څلویښت ورځو کې په ښارونو کې د مخالفو وسلوالو د بریدونه تر اته شپیته فیصدو پورې زیات شوي دي.

ښاغلي صدیقي وویل چې په ټول افغانستان کې د مخالفو وسلوالو بریدونه تر پنځه څلویښت فیصدو پورې راکم شوي دي.

صدیقي وویل" که شمیرونو ته پاملرنه وکړو د روان کال په دریمه نیمایي کې البته په تیرو پنځه څلویښت ورځو کې د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت د موثرو عملیاتو په نتیجه کې د توغندیو بریدونه، د بمونو چول، او وسلوال بریدونه د هیواد په کچه البته پنځه څلویښت فیصده راکم شوي دي خو په لویو ښارونو کې په دغو بریدونو کې اته شپیته فیصده زیاتوالی راغلی دی".

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند په لویو ښارونو کې د مخالفو وسلوالو د بریدونو زیاتوالی د مخالفانو د تبلغاتي کمپاین یوه برخه وبلله وویل چې وروسته له هغې چې مخالفو وسلوالو په یو شمیر ولایتونو کې پرله پسې ماتې وخوړې نو ددې لپاره چې دا وښیي چې لا هم فعال دي نو ځکه یې په ښارونو کې بریدونه زیات کړي دي.

ښاغلي صدیقي وویل" دښمن د افغانستان په پایتخت تل ځانګړي محربانه تمرکز لره خو د دښمن وروستي بریدونه د ملي او نړیوالو رسنیو د پاملرنې د اړولو او زمونږ د خلکو په وړاندې د یو تبلغاتي جګړې یوه برخه ده."

په تیرو نږدې دوو میاشتوکې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د افغانستان د حکومت مخالفو وسلوالو یو لړ عملیات ترسره کړي دي چې په کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د رسیدلو ترڅنګ یو شمیر ملکي افغانانو ته هم د سر زیان اوښتی دی.

په کابل کې ددغو بریدونو په لړ کې د ولسي جرګې یوه غړې میرمن شکریه بارکزۍ هم ټپونه اخیستی دي خو ډاکتران وایي د میرمن بارکزۍ روغتیایي وضیعت د ډاډ وړ دی.

د طالبانو په مشرتابه کې درځ ادعا

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویاند په خپل ننني خبري کنفرانس کې د طالبانو په لیکو کې درځ د رامنځ ته کیدلو په باب هم خبریالانو ته معلومات ورکړل وویل چې اوس په پاکستان کې د طالبانو میشته مشرتابه په دریو ډلو ویشل شوې ده.

خو د طالبانو په مشرتابه کې د درځ په باب د ښاغلي صدیقي څرګندوني کومې خپلواکي منبع تائید کړي نه دي.

طالبانو تل دا ډول څرګندونې د افغان حکومت او د هغه د نړیوالو ملاتړو پرپاګند بللی دی.

XS
SM
MD
LG