د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: د طالبانو د بدر عملیاتو مخنیوی شوی


ملي امنیت: د طالبانو د بدر عملیاتو مخنیوی شوی
ملي امنیت: د طالبانو د بدر عملیاتو مخنیوی شوی

د افغانستان د ملی امنیت اداره وایي د تیرو دوه اونیو په اوږدو کې یې د طالبانو د بدر د عملیاتو مخنیوی کړی دی او ددې ادارې کارکونکو د ۴۰ ترهګریزو بریدونو مخنیوی کړی دی او له دی سره سره یی ۴۰۰۰ کیلو ګرامه پتاشیم کلوراید چی نوی ډول چاودیدونکی ماده ده نیولی دی .

دوی وایي په دې بریالیتوبونو کې د اردو او پولیسو سره د همغږﺉ لوی لاس دی.

د ملي امنیت اداره وایي ددوی څیړنو جوته کړې چی د طالبانو د پیښور شورا او مولوي کبیر چی ددې شورا مشر دی غواړي هغه ۷ ولایتونه چی د انتقال لړۍ به ترې پیلیږی تر برید لاندی ونیسي تر څو دا وښایي چی افغان ځواکونه د خپلواکې ساتنې وړتیا نلري.

همدا رنګه د هیواد په لویدیزو سیمو کی د بهر نه د رهبري کیدونکو ترهګرو ډلو د تخریبي عملیاتو په ترڅ کې دې ادارې په هرا ت ولایت کې یې ۴ ترهګرې ډلې نیولي دي چې په دوی کې د هرات ولایت د بیا رغاونی پر دفتر باندې د ځانمرګي برید عاملین او طراحان هم شامل دي.

ددې برید اصلي طراح د هرات ولایت د طالبانو والي غمی چې په جانان مشهور دی د پآکستان په کوټې ښار کې یې ددې برید پلان جوړ کړی و ددې پلان پر اساس باید برید کونکي به په یو مهال د هرات ښار په ګي میشتو سیمو ، پي ار ټي دفتر او په هرات ښار کې پر اوسیدونکو هندیانو باندې ځانمرګي او وسله واال چاودیدونکي عملیات کړي وای.

دا هندیان د هرات ښار د سلما اوبو بند په رغولو کې په کار بوخت دي.

ترهګرو وکړای شول پر پي آر ټي او سینما چوک باندې ځانمرګی برید تر سره کړی چې پکې ۶ ملکي وګړي، د ملي اردو یو تن افسر، دوه پولیسه ووژل شول او ۳۳ تنه پکي ټپیان شول.

مشعل وایي د پاکستان په چمن کې ددې برید د طراح اوسیدنه او مخصوصا په هرات کې د میشتو هندي کارګرو باندې برید دا ښیي چې ددې بریدونو تر شا د ګاوندیو هیوادونود استخباراتي سازمانونو لوی لاس وو. دی وايي، همدا رنګه په دې ترهګرو کې د پولیسو ځیني کسان هم شامل وو.

مشعل وایي دوی غوښتل د پولیسو له موتر او یونیفارم څخه په استفادی سره دسرحدی پولیسو په څلورمی لوا کی ترهګریز برید وکړي.

د مشعل په وینا دوی د مولوی جلال په نوم یوی ډلی پورې تړلي کسان وو او د افغانستان د لویدیز سرحد له پورې غاړې به یې د وسلو د رانیولو او ترهګرو بریدونو د تر سره کولو لپاره پیسې او دستورونه تر لاسه کول.

د ملي امنیت اداره وايي د طالبانو د مشر ملا عمر د پټیدو او تري تم کیدو وروسته د حقاني ډله په شمالي وزیرستان کی تر نورو ډیره فعاله ده او په داسی حال کی چی د ای اس ای او پاکستانی طالبانو سره ټینګې اړیکې لري د کابل ښار، کاپیسا، خوست، ننګرهار او لوګر ولایت کې تروریستي فعالیتونه کوي.

همدا رنګه د۴۰۰۰ کیلو ګرامه نوی ډول چاودیدونکي مواد چې پتاشیم کلوراید نومیږي د نیولو خبر هم ورکوي.

د ملي امنیت اداره وایي د کابل ښار پر سردار داوود خان روعتون او ملی دفاع وزارت باندي د برید عاملین یی چی د ملی اردو صاحب منصبان دي هم نیولي دي.

نن په میدان وردګو ولایت کې د پولیسو پر یو مرکز کې هغه مهال چی د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ولسمشر دوهم مرستیال په یوې غونډې کې بوخت وو یو توغندی ولګید خو د ملي امنیت چارواکي وایي لا نشي کولای ددې پیښې په اړه جزیات ورکړي.

XS
SM
MD
LG