د لاس رسي وړ اتصالات

د نیلسن منډیلا روغتیايي وضیعت ښه نه دی


د جنوبي افریقا حکومت وایې چې ددغه هېواد دپخواني ولسمشر نلسن منډیلا حالت دومره ښه نه دی، خو په عمومي ډول یې روغتیایې وضعیت نسبتا ثابته بلل شوی دی.

ریپوټونه وايي چې د ښاغلي منډیلا په روغتیايي وضیعت کې د شپې له خوا یوه څه ښه والی راغی.

ولسمشر یعقوب ذوما چې موزمبیق ته یې خپل رسمي سفر فسخ کړ، د پنجشنبې په ورځ یې په یوې بیانیې کې وویل چې د منډیلا په حالت کې نسبتاْ ښه والی څرګند شوی دی.
ولسمشر ذوما وویل غواړي چې په خپل هېواد کې پاته وي تر څو د جنوبي افریقا د پخواني ولسمشر نیلسن منډیلا روغتیایي وضیعت د نژدی نه وڅاري.

ددې نه مخکي د ښاغلي منډیلا مشري لور مکازوی منډیلا ویلی و چې پلار یې ډیر ناروغه دی او وضعیت یې ښه نه ښکاري.

د ولسمشر ذوما دفتر دپجشنبې په ورځ وویل چې نوموړی د چارشنبې په ورځ ناوخته په پریټوریا کې هغه روغتون ته ورغی چیري چې ښاغلی منډیلا د تیرو دریو اونیوو راهیسي د سږو د ناروغۍ له امله بستري دی.

د جنوبي افریقا د جمهوري ریاست د دفتر یوه مطبوعاتي بیانیه وایي چې ډاکتران خپل پوره کوښښ کوي چې د ښاغلي منډیلا علاج وکړي. منډیلا د همدغې ناروغۍ له امله درې واري مخکي هم روغتون ته وړل شوی و.

څلور نوي کلن منډیلا په جنوبي افریقا کې د نژادي توپیر په زمانه کې د مبارزې په خاطر خپل په خپل هېواد کې ملي مبارز او قهرمان ګنل کیږي. د هغه د ښه کېدو لپاره نه یواځي دجنوبي افریقا خلک د ښه کیدلو لپاره دوعاګانې کوي، بلکې دنړۍ په هرې برخې کې خلک دې ته په تمه دي چې هغه به جوړ شي او که نه ځکه چې په تیرو څو ورځو کې یې روغتیایی وضع ډیره زیاته خرابه شوې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون پرون په نیویارک کې په یوې مطبوعاتي بیانیې کې د ښاغلي منډیلا د روغتیا او سلامتیا په هکله هیله څرګنده کړله او ویې ویل چې دجنوبي افریقا ددغه ملي مبارز شخصي ژوند د نورو لپاره یوه بهترینه نمونه ده.

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما سبا د جمعې په ورځ کیپ ټاون ته ورسیږي او د روبین په ټاپو کې به هغه محبس وګوري چې ښاغلي منډیلا په کې ٢٧ کلونه په قید کې تیر کړی و. سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر اوباما ښاغلي منډیلا ته د خپل یوه قهرمان په سترګه ګوري.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایې چې نیلسن منډېلا د نړۍ یو داسي اتل دی چې په ټوله نړۍ کې به ورته راتلونکي نسلونه داحترام په سترګه ګوري او سیاسي میراث به یې تل باقي وي.
XS
SM
MD
LG