د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت د منډیلا د وضیعت په اړه آوازې رد کړي


د جنوبي افریقا حکومت هغه ریپوټ رد کړی دی چې وايي ددغه هیواد پخوانی ولسمشر نیلسن منډیلا په هوښ کی نه دی.

دغه ریپوت د پنجشنبې په ورځ د فرانسې د اې اف پي خبري آژانس له خوا خپور شوی دی او اساس یې د تیرې میاشتې د محکمې اسناد وو.


د جنبي افریقا ولسمشر د دفتر څخه په خپرې شوې بیانیې کې د ډاکټرانو څخه نقل قول شوی دی چې خپرې شوې آوازې یې رد کړي دي او خپل پر پخوانیوو بیانیو باندي یې ټینګار کړی دی چې نیلسن منډیلا په ثابته خو وخیم حالت کې دی.

دغه ۹۴ کلن د نژادي توپیر پر ضد مبارز د یوې میاشتې راهیسي په روغتون کې بستر دی.

د محکمې یادشوي اسناد د هغې قضیې سره تړاو لري چې د منډيلا کورنۍ د منډیلا د درو مړو سویو اولادونو د قبرونو پر موقعیت باندي اختلاف نظر درلودی.


د درو سره مړیو تابوتونه د پنجشنبې په ورځ د محکمې د امر په اساس د ښاغلي منډیلا پلرني ښار قونو ته انتقال شول.
XS
SM
MD
LG