د لاس رسي وړ اتصالات

کتمندو په کابل کې د وژل شویو ویر کوي


د کابل د دوشنبې د ورځې په برید کې ١٢ نیپالیان او دوه تنه هندیان وژل شوي دي
د کابل د دوشنبې د ورځې په برید کې ١٢ نیپالیان او دوه تنه هندیان وژل شوي دي

دغو نیپالیانو په کابل کې د کاناډا په سفارت کې د ساتوونکو په توگه کار کاوه. هغوی د دوشنبې د ورځې په سهار کار ته د تللو پر وخت په یو ځانمرگي برید کې چې د هغوی د سپرلۍ موټر یې په نښه کړی و، ووژل شول.

په دې برید کې چې مسؤلیت یې طالبانو په غاړه اخیستی دوه هنديان هم وژل شوي او اوه تنه نور نیپالیان ټپیان شوي دي.

د جیتندرا سنگ تاپا میرمن سنجیتا کماری، چې د خپل میړه د مړې د ترلاسه کولو لپاره د خپل څلور میاشتني ځوی سره د نیپال هوایي ډگر ته تللې وه وویل "د میړه د مړي ترلاسه کول، خورا سخته دنده ده. خو بله چاره نه لرم او مجبوره یم چې دا کار ترسره کړم."

تاپا، د هند د پوځ پخوانی منصبدار و چې سږکال د فبرورۍ په میاشت کې افغانستان ته د تللو دمخه یې په عراق کې د ساتونکي په توگه وظیفه تر سره کړې وه. ټاکل شوی وه چې هغه د نومبر په میاشت بیرته خپل کور ته ستون شي.

د کماري په شان د وژل شویو کسانو خپلوانو د خپلو عزیزانو د مړینې خبر د رسنیو له لارې ترلاسه کړی دی. میرمن کماري وایي تر هغه یې چې د میړه د مړینې خبر د هغې ادارې څخه چې هغه یې استخدام کړی و، نه و ترلاسه کړی د خپل میړه د روغتیا دعا یې کوله.

د نیپال صدراعظم کی پی اولی، د قربانیانو پر تابوتونو باندې د گلانو د گیډیو په ایښولو سره هغوی ته د درناوي مراسم ترسره کړل او وروسته بیا مړي د هغوی کورنیو ته وسپارل شو.

نیپال خپلو اوسیدونکو ته په افغانستان کې د کار کولو اجازه ورکړې ده چې د امنیتي ساتوونکو په توگه په کابل کې د ملگرو ملتونو په ادارو او د بهرنیو هیوادونو په سفارتونو کې کار وکړي.

د نیپال د کار وزیر دیپک بوهارا، د رویترز اژانس ته ویلي چې "ددې پیښې وروسته چې نیپالیان هدف وگرځیدل حکومت به حالات و ارزوي چې تصمیم ونیسي ] چې په راتلونکې کې په افغانستان کې نیپالیانو ته د کار کولو اجازه] وکړل شي او که نه."

ددې رپوټ له مخې د نیپال د کار موندنې ادارې په وینا ددې هیواد لږ تر لږه اته زره تنه اوسیدونکي په افغانستان کې په کار بوخت دي چې ښایي اصلي شمیره له دې هم اوچته وي ځکه زیات شمیر نیپالیان د هند سره د آزاد سرحد نه په گټې اخیستنې هغه هیواد ته تللي چې بیا له هغه ځایه افغانستان ته د کار لپاره تللي دي.

XS
SM
MD
LG