ملگري ملتونه وايي د نیپال زلزله ځپلو ته نن چهارشنبې دخوړو او درملو ویشل پیل کوي.
چارواکو ویلي چې د شنبې د ورځې ٧،٨ درجې زلزلې د مړو رسمي شمېر له پنځو زرو نه اوښتی او څه دپاسه لس زره نور ټپیان شوي دي.
د خوراک نړیوال پروګرام وایي د ګورکهه سیمې شاوخوا کې چې د زلزلې له کبله په زرگونو خلک پکښې زیانمن شوي،اړو خلکو ته خواړه ، اوبه او سر پناوې برابرې کړي.
ملگرو ملتونو د زیانمن شویو شمېر اته میلیونه تخمین کړی دی.
په دې کې یو اعشاریه څلور میلیونه خلک خوړو ته اړتیا لري، ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشره ولاري اموس د پنجشنبې په ورځ نیپال ته سفر وکړي چې د مرستو د عملیاتو ارزونه وکړي.
سټیو هرمن وايي"موږ دا پوښتنه د پوځ د یوه ډگروال نه وکړه، او هغه وویل چې هغه د ځای خلکو په مایوسۍ باندې پوهیږي چې دوی د حکومت لخوا هېڅوک ونه لیدل او نه دوی ته خواړه او مرستې پروخت ورکړل شوي دي."
خو،ده زیاته کړه د نیپال حکومت چې ډیر محدود وسایل لري او تر خپله وسه زیار باسي چې خلکو سره مرستې وکړي .
د نیپال زلزله، د دغه هېواد په تاریخ کې بېسارې او ویجاړوونکې بلل شوې ده.