د لاس رسي وړ اتصالات

د نیپال د زلزلې د مړو شمېر ۶۶۰۰ ته ورسېدو


د نیپال حکومت د هر مړي، کورنۍ ته زر او د جنازې د مراسمو لپاره څلور سوه ډالره ورکوي.
د نیپال حکومت د هر مړي، کورنۍ ته زر او د جنازې د مراسمو لپاره څلور سوه ډالره ورکوي.

په نیپال کې چارواکي وايي د تېرې اوونۍ په زلزلې کې د مړو شمېر ۶۶۰۰ ته ورسېد خو وايي لا هم زرګونه نور ورک دي.

په ورک شویو کسانو کې شاوخوا ۱۰۰۰ اروپایان هم شامل دي.

چارواکي وايي دا هیلې ډېرې کمې دي چې په ورک شویو کې دې څوک ژوندی پاتې وي.

بل لوري ته هغه کورنۍ چې په زلزلې کې زیانمنې شوې، شکایت لري چې اوبه او خوراک ورته په وخت سره نه رسیږي، دوی له چارواکو او د خیر ښېګڼو له ادارو څخه غواړي چې د مرستو رسولو لړۍ چټکه کړي، ډېرې کورنۍ لا هم تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

خو، د کتمندو په ښار کې حالت لږ عادي شوي ښکاري، هټۍ او کاروبار بېرته پرانیستل شوي او ځينو بې ځایه شویو کورنیو خپلې کېږدۍ ټولې کړې او کورونو ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې مشره والېرې اموز د دریو ورځو لپاره نیپال ته تللې ده چې د مرستو رسولو چارې له نژدې وګوري، دې له نړیوالو خیریه موسسو څخه غوښتنه وکړه چې خپلې مرستې زیاتې کړي.

د نيپال حکومت په زلزلې کې د هر مړي کورنۍ ته زر او د جنازې د مراسمو لپاره یې څلور سوه ډالره ورکوي.

ملګري ملتونه وايي د نیپال په زلزلې کې اته میلیونه خلک زیانمن شوي او دوه میلیونه بې ځایه شوي دي.

دغه زلزله چې د رې اکتر په کچه یې زور ۷،۸ ښودل شوی دی. د نیپال په تاریخ کې تر ټولو خطرناکه او ویجاړوونکې یاده شوې ده.

XS
SM
MD
LG