د لاس رسي وړ اتصالات

نیپال کې نوی صدراعظم وټاکل شو


نیپال کې نوی صدراعظم وټاکل شو
نیپال کې نوی صدراعظم وټاکل شو

د پنج شنبی په ماښام د نیپال د پارلمان لخوا جلانت کانل د صدراعظم په توګه انتخاب شو. جلانت کانل وروسته له دي څخه انتخاباتو کې بریالی شو چې د ماؤستانو کاندید پراچاندا خپل د کاندیداتوري نه تیر شو.

دا – ۱۷م -- ځل و چې د نیپال پارلمان هڅه وکړه چی نوی صدراعظم وټاکي. د صدراعظمۍ د څوکۍ لپاره د انتخاباتو دغه لړۍ ورسته له هغه پیل شوه چې د تیر جون په میاشتې کې پخوانی صدراعظم استفا وکړه. د هغه وخت نه راپدیخوا، د نیپال سیاسي ګوندونه په دې ونه توانیدل چی نوی صدراعظم انتخاب کړي. دسیاسي ګوندونو دغه اختلافات د دې سبب شوه چې نیپال کې سیاسي خلا رامنځ ته شي.

د نیپال نوی صدراعظم -- جلانت کانل -- د یو ام ال یا متحده مارکسست لیلنیست ګوند سره تړاو لري کوم چې د ماؤستانو یو متحد ګوند دی.

، په کتمندو کې د سیاسي چارو مبصر ، یوفراج غیمري وایي چی نوی صدراعظم به د بیلابیلو چلنجونو سره مخ وي. غیمري زیاتوي چې د نیپال نوی صدراعظم باید د ښه حکومت دارۍ لپاره کاروکړي او همدارنګه باید د نوي اساسی قانون د مسودې کار ګړندی کړي.

غیمری وایی: ((په هر صورت دا یو داسي پارلمان دی چی کوم ګوند پکښې اکثریت نه لري او یوازي څلور میاشتې پاته دي چې نوی اساسي قانون خلګو ته وړاندي کړي. سربیره پر دی، د دغه ملک اقتصادي حالت، د قانون د حاکمیت او امنیتی وضیعت زښت زیات خراب دی))

د نیپال صدراعظم -- کانل -- چې ګوند یې په پارلمان کې دریم لوی ګوند دی د ټولو سیاسي احزابو نه د حمایت غوښتنه کوي. هغه ویلي چې نیپال -- سولې او خوشحالې ته یوازی هغه وخت رسیدای شی چی ملی اجماع رامنځ ته شي.

سیاسی مبصرین وایي چې نوی صدراعظم باید د دواړو ماوستانو او د مخالفه کانګریس ګوندونو سره په یوه مشترکه اجندا باندې کار وکړي تر څو وتوانیږي چې کار وکړي.

XS
SM
MD
LG