د لاس رسي وړ اتصالات

په نیپال کې د زلزلې د مړو شمېر څه باندې ۲۲۰۰ ته ورسېد


د امریکا جیالوژیکي مرکز وایي د زلزلې قوت اووه اعشاریه نهه درجې و او د کتمندو شمال لویدیځ پلو ۸۱ کیلو مېترو پورې سیمه یې ځپل ده.
د امریکا جیالوژیکي مرکز وایي د زلزلې قوت اووه اعشاریه نهه درجې و او د کتمندو شمال لویدیځ پلو ۸۱ کیلو مېترو پورې سیمه یې ځپل ده.

په نیپال کې په ډیره قوي زلزله کې چې په تیرو اتیا کالو کې ډیره سخته او مرگانۍ زلزله وه څه د پاسه ۲۲۰۰ سوه کسه مړه شوي دي او ویل کیږي د مړو شمېر به نور هم پسې زیات شي. امریکا او نور هیوادونه د فاجعو په مقابل کې د جواب ویلو هیاتونه ور استوي چې د کتمندو سره مرسته وکړي.

دغې زلزلې چې قوت یې ٧،٨ درجې و، پرون د شنبې په ورځ د نیپال د پایتخت کتمندو شمال لویدیځي سیمي ووهلې او د هغه ښار د تاریخي مرکز ډیري برخي یې تباه کړي دي.

نن د یکشنبې د ورځي په سهار خبري منابعو امریکا غږ ته د وژل سوو کسانو د شمېر د زیاتېدو او د تیبت په خود مختاره سیمه کې چې د کتمندو شمال ته په سلگونو کیلومتره لیري ده، د زیاتو تباهیو رپوټونه ورکړي دي.

د بنگله دیش، بوتان او د نیپال او چین د گوښه او لیري سرحدي سیمي نه هم د خلکو د وژل کیدو او تباهیو خبرونه خپاره شوي دي او په هند کې ٣۴ کسه مړه شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د زیات شمېرخلکو د مړیني له کبله خپله خواخوږي څرگنده کړې او د ژغورنې د چارو د پاره یې سمدستي د یو ملیون ډالرو مرستي ژمنه کړې ده. په دې برسیره د اوباما حکومت په ویرجینیا کې دیره د زلزلو د ژغورنې یو هیات او په لاس انجلس کې د کارپوهانو یو بل مهم هیات په دې گمارلي دي چې نیپال ته دتگ د پاره ځانونه چمتو کړي.

د امریکا د جیولوجیکي څېړنې په اساس په نیپال کې د شنبې د ورځې قوي زلزله د ځمکي د یوې طبقې د رالویدو له کبله پېښه شوې ده او هغه داسي چې کله چې د ځمکي د یوې طبقې یوه برخه تر بلي برخي لاندي ولویږي.

(د امریکا د زلزلو د اطلاعاتو د جیولوجیکي سروې د مرکز) یوه کارپوه(جان بیلیني)پرون امریکا غږ ته وویل " د دې سیمي جیولوجیکي او جغرافیوي جوړښت او بنسټ داسي و چې د هند د قارې د ځمکي لاندي یوه طبقه د ټکر په وجه راولویده او د یوروشیا د قارې لاندي شوه، او څرنگه چې دغه دوې طبقې یوه د بلي په خوا په حرکت کې دي، نو د وخت په تیریدو سره دا قوه منځ ته راځي، خودا حرکت یې دائمي نه دی او که کله حرکت وکړي نو د ځمکي ټکان او لویه زلزله را پیدا کوي."

په دې سیمه کې به په آینده کې نوري زلزلې هم وشي او له دې کبله چې د هغې موقعیت داسي دی چې د دوو لویو وچو تر ځمکي لاندي طبقې د یوې بلي سره په تماس کې راځي، خو ( بیلیني) وایي چې دا په لنډه موده کې نه پېښېږي بلکی د لسگونو کالو په تیریدو سره به داسي زلزلې منځ ته راشي. هغه وویل چې د همالیا د غرونو جوړښت هم د لویو زلزلو سبب گرځي.

د شنبې د ورځي زلزله چې قوت یې ٧،٨ درجې و، په نیپال کې په تیرو ٨٠ کالو کې تر ټولو قوي زلزله وه.

(بیلیني) وویل چې په لنډه موده کې به په نیپال کې د دې زلزلې په ارتباط نوري ډیري زلزلې هم وشي او په هغه ملک کې د ډیرو غرونو د موجودیت له کبله به ځمکي هم راوښوئیږي.

مخکنی راپور:

د زلزلې د قوې او سختو ټکانونو له امله ودانۍ غورځیدلي دي، د ښار یو شمېر دیوالونه ړنگ شوي دي او کورنۍ د ویری نه کوڅو ته وتلي دي.

د امریکا جیالوژیکي مرکز سروې وایي دغه زلزله چې قوت یې اووه اعشاریه نهه درجې و، د کتمندو شمال لویدیځ پلو ۸۱ کیلو مېترو پورې سیمه ځپل ده.

زلزله نن په محلي وخت د غرمې نه مخکې وشوه. د زلزلې نه وروسته ، قریب یو ساعت د زلزلې ټکانونه روان و چې قوت یی شپږ اعشاریه درجې ؤ.

د څو خبری اژانسونو رپوټونه وایي چې په سړکونو باندې مړي او زخمیان پراته لیدل شوي دي.

یوه تاریخې ودانۍ چې په کتمندو کې په نولسمه پیړۍ کې جوړه شوې وه، نړېدلې ده او د رپوټونو له قراره، ښایي ډېر خلک په دې نړیدلې ودانۍ کې بند وي.

د هند په شمول د نیپال په گاونډیو هېوادونو کی هم ددې زلزلې ټکانونه احساس شویدی.

چارواکو وویل چې د ایوریست د غره په لمنوکې ١٧ مړي یې له هغه کمپه رایستلي چې تر برف کوچ لاندې شوی وو. د یکشنبې په ورځ د زلزې وروستي ټکانونه ان د همالیا د مکالو په غرونو کې محسوس شوي چې د چین سره گډه پوله لري.

XS
SM
MD
LG