د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل صدراعظم د حماس سره اوربند په هکله د خبرو نوی پړاو منظور کړ


د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ د غزې په جنوب کې د خان یونس سیمه بمباري کړله.
د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ د غزې په جنوب کې د خان یونس سیمه بمباري کړله.

یوه ورځ وروسته تر دې چې د نړۍ تر ټولو لوړې محکمې اسرائیل ته امر وکړ چې د غزې تړانګې ته د لا ډیرو مرستو رسیدو اجازه ورکړي، ددې هیواد صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حماس ډلې سره د اوربند کیدو لپاره د خبرو تازه پړاو منظور کړ.

د نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د خبرو نوی پړاو به په دوحي او قطر کې په راتلونکو ورځو کې پیل شي خو دقیقه نیټه یې ندی په ډاګه کړې.

متحده ایالات، قطر او مصر چې پدې خبرو کې منځګړتوب کوي او د روژې میاشتې په پیل کې یې د حماس – اسرائيل تر منځ اوربند کیدو لپاره کوښښ کاوه، خو پدې تیرو څو ورځو کې د دې منځګړو هیوادونو هلې ځلې هم په ټپه ولاړې وې.

پخپله نتنیاهو چې د برمته شویو کسانو خوشې کیدو کې د پاتې راتګ له کبله په کور دننه د فشار سره مخ دی، ویلي چې د اسرائیل مرکچیانو سره یې خبرې کړي او اجازه یې ورکړې چې په قطر او مصر کې د اوربند په خبرو کې برخه واخلي.

تر دې وړاندې د حماس ډلې د اسرائیل سره د اوربند کیدو لپاره د څو پړاوونو یو بهیر اعلان کړی و چې له مخې یې دې ډلې ژمنه کړې وه په هغه صورت کې به پاتې ټول برمته شوي کسان خوشې کړي که اسرائیل له غزې څخه په بشپړه توګه ووځي، د غزې پولې پرانیزې تر څو مرستندویه او د بیا رغونې لپاره مواد دې تړانګې ته وشي او دا چې د سلګونه فلسطینیان چې د حماس غړي هم پکې شامل دي، د اسرائیل له زندانونو څخه خوشې شي.

خو بل پلو بیا د اسرائیل صدراعظم د حماس غوښتنې خیالي بللې وې او ژمنه یې کړې چې تر هغې به حملې جاري ساتي چې تر څو یې د حماس ډله له منځه نه وي وړې.

د عدالت نړیوالې محکمې تیره ورځ اسرائیل ته امر وکړ چې "بې له ځنډه" ټول اړین اقدامات وکړي ترڅو د خوراکي توکو، اوبو، تیلو او طبي لوازمو په ګډون "د اړتیا وړ لومړني خدمات او بشري مرستې" جګړه ځپلو فلسطینیانو ته ورسیږي.

محکمې همدا راز حکم کړی چې اسرائیل سمدستي ډاډ ترلاسه کړي چې "د دوی اردو د نسل وژنې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو کنوانسیون خلاف په غزه کې د فلسطینیانو د حقونو څخه سرغړونه نه کوي او د بیړنیو بشري مرستو د رسولو مخه نه نیسي."

محکمې له اسرائیل غوښتي چې په یوه میاشت کې دننه د محکمې ددې حکم د تطبیق دپاره د خپلو اقداماتو راپور ورکړي.

اټکل دا دی چې لا هم د حماس ډلې سره شاوخوا ۱۰۰ اسرائیلیان برمته دي او د ۱۱۶۰ کسانو د جملې څخه چې د تیر کال اکټوبر اوومې برید کې وژل شوي، د ۳۰ مړي یې د حماس سره دي.

بل پلو بیا د اسرائیل په ځوابي بریدونو او تعرضي عملیاتو کې په غزې کې لږ تر لږه ۳۲۶۲۳ تنه وژل شوي چې د دې تړانګې عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG