د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان نوې کابینه – ۱۳ د غني وزیران، ۱۲ د عبدالله


د سیاسي تړون له مخې د افغانستان حکومت د ولسمشر تر څنګ اجرایی مشر هم لري
د سیاسي تړون له مخې د افغانستان حکومت د ولسمشر تر څنګ اجرایی مشر هم لري

د افغانستان د ملي يووالي حکومت به ۲۵ وزارتونه ولري او په دغو کې به ۱۳ وزیران ولسمشر ټاکي او پاتي ۱۲ به د حکومت اجرايي مشر غوره کړي.

د افغانستان د حکومت د اجرایي مشر ویاند، مجیب الرحمن رحیمي امریکا غږ ته وویل چې د کابینې دغه ویش د هغه سیاسي تړون له مخې شوې چې پر بنسټ یې د ملي يووالي حکومت رامنځته شوی دی.

له هغه وروسته چې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو په دوهم پړاو کې سیاسي کړکېچ رامنځته شو او د هواري لپاره یې د امریکا د باندنېو چارو وزیر منځګړېتوب وکړ، محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله پر داسې یوه تړون لاسلیکونه وکړل چې سیاسي واک د ولسمشر او اجرایي مشر ترمنځ ویشي.

ښاغلي رحیمي څرګنده نکړه چې کوم وزیران به څوک غوره کړي، خو ویل کیږي چې په وېش کې د کورنېو او باندنېو چارو وزارتونه ډاکټر عبدالله او د ملي دفاع او مالیې وزارتونه ولسمشر غني ته رسیدلي دي.

د ولسمشر او د اجرايي مشر د لوړې نه ۸۵ ورځې تیرې شوي خو د کابینې یو وزیر هم د منلو لپاره ولسي جرګې ته ندې ورپیژندل شوی.

پداسې حال کې چې ځينو رسنیو د ولسمشر او اجرايي مشر تر منځ د کابیني په جوړښت کې د ژورو اختلافاتو د شتون خبر ورکړی خو د ډاکټر عبدالله ویاند د "بن بست" شتون رد کړ. ښاغلي رحیمي وویل "د کابینې د سم نیمايي وزیرانو پر ټاکنې موافقه شوې ده".

د حکومت د اجرايي مشر ویاند دغه راز وویل چې د کابینې د جوړښت "ستونزمن پړاو" تېر شوی او دا مهال خبرې د وزیرانو پر نومولو راڅرخي.

ولسمشر غني پخوا ويلي و، چې نوماند وزیران به په څو پړاونو کې ولسي جرګه ته د تایید لپاره وروپيژندل شي خو ښاغلي رحیمي وایي په یو مهال د ټولې کابینې پر معرفي کولو هم خبرې روانې دي.

تېره میاشت له هغه وروسته چې د ولسي جرګې استازو د سرپرست وزیرانو د قانوني مودې د پاې ته رسېدلو خبره وکړه نو ولسمشر غني ټول سرپرست وزیران له دندو ګوښه کړل. ولسمشر غني دغه راز وویل چې په نوې کابینه کې به نوې څېرې وي او پخواني وزیران به بیا ونه ټاکل شي.

XS
SM
MD
LG