د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ نوی ملي ټیم اعلان شو


د افغانستان د کرکټ نوی ملي ټیم اعلان شو
د افغانستان د کرکټ نوی ملي ټیم اعلان شو

په نوی ټیم کی د پخوانی ټیم دری لوبغاړی نه دی اخیستل شوی او ویل کیږی چی د ټیم کپتان د ټیم په انتخاب ناخوښه دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ د سلیکشن یا انتخاب ډلی د هالینډ د راتلونکی سفر دپاره د افغانستان د کرکټ د ملی ټیم دپاره د لوبغاړو د نومونو اعلان کړیدی.

په دی نوی لست کی د دولت احمدزی او شفق الله شفق نوم نشته. او نوو نومونو کی د نولسو کالو نه دکم عمر نه د کرکټ د ټیم لوبغاړی اخیستل شویدی.

د افغانستان د کرکټ د ټیم د اعلان شوی ټیم لوبغاړو کی دا کسان شامل دی.

نوروز منگل (کپتان) محمد نبی ، نور علی، کریم صادق،محمد شهزاد (کیپر) اصغر ستانکزئ، حمید حسن، شبیر نوری ، مراد علی، جاوید احمدی، شاه پور ځدران، ولید داد نوری، میرویس اشرف ،آفتاب عالم او سمیع الله شینواری.

دی علاوه نورالحق ،عزت الله نصرت الله او حمزه هوتک په اضافی لوبغاړو کی شامل دی .

په دی نوی ټیم کی ځینی نومونه نا اشنا دی. خو د کرکټ بورډ چارو اکی وایی چی دا کسان یی د دوی د تیرو لوبو په اساس غوره کړیدی او غواړی چی نوو ځوانانو ته د افغانستان په ملی ټیم کی چانس ورکړی. خو بلخوا په مطبوعاتو کی راغلی خبرونه وایی چی د افغانستان د کرکټ د ملی ټیم کپتان پخپله د خپل ټیم په انتخاب ناراضه دی او وایی چی په دی ورنه مشوره نه ده اخیستل شوی.

XS
SM
MD
LG