د لاس رسي وړ اتصالات

هېګل: زمونږ ټکنالوژيکي برلاسیتوب کرار کرار کمېږي


د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل په نړۍ کې د امریکا د پوځي برلاسي توب دپاره د نويو هلو ځلو پيل اعلان کړ. د دفاع وزیر د امریکا د کلفورنیا په ایالت کې دغه اعلان وکړ.

د امریکا ددفاعي چارو دغه نوی نوښت د ټکنالوژۍ په ډګر کې د امریکا پر برلاسي توب باندې تمرکز لري چې روباټ ماشینونه جوړ کړي، د زیاتو معلوماتو د زخیرې دپاره کمپېوټرې اختراع کړي او درې بعده یا ترډي ټکنالوژۍ ته وده ورکړي.

د دفاع وزیر چک هېګل د امریکا د پخواني جمهور ریْس رونالد ریګن په نامه په یوه دفاعي فوریم کې د وینا پرمهال خبرداری ورکړ چې د امریکا د پوځ ټکنالوژیکي برلاسيتوب کرار کرار کمېږي.

هغه وویل "په داسې حال کې چې مونږ تقریبا یوه لسیزه د ثبات پر پوځي عملیاتو تیره کړه، د چین او روسیې په شان هېوادونه پر خپلو پوځي ټکنالوژۍ باندې پانګه اچونه کوي چې د پوځي ټکنالوژۍ له لحاظه ترمونږ ځانونه مخکي کړي."

ښاغلي هېګل زیاته کړه چې د امریکا د پوځ په نوي اعلان شوي نوښت کې به مالي مدیریت یوه اساسي موضوع وي. هغه پر کانګرس باندې غږ وکړ چې پوځ ته دي سمه بودیجه تصویب کړي او د موقتو بودیجو د تصویب نه دې نوره ډډه وکړي.

هغه خبرداری ورکړ چې د حکومت د بودیجې د کمښت پلان به په راتلونکې یوې لسیزه کې یو ټریلیون ډالره د لګښت بودیجه کمه کړي. که چیري کانګرس د پنټاګون د پیسو د سپما د پلانونو مخه ونیسي چې هدف یې د زړو الوتکو د کاره غورځول دي او د ځینو پوځي اډو بندول دي، نو د پنټاګون په بودیجې کې به د ۷۰ میلیاردو ډالرو نه زیات کسر رامنځ ته شي.

ښاغلي هېګل وویل "نن د امریکا پوځ د پوځي تاسیساتو او مرکزونو له اړخ ۲۴ فیصده زیاتوالی لري. دغه اضافي مرکزونه هر کال مونږ ته په میلیاردو ډالره تمامېږي. ددغو پیسو څخه مونږ کولای شو چې د پوځ په عصري کولو کې کارواخلو او خپل برلاسي توب حفظ کړو."

خو د امریکا د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز څخه د نظامي چارو کارپوه انتوني کورډسمن بیا وايي چې د دفاع وزارت دي خپل ځان ته ګوته ونیسي. هغه وايي چې ددفاع وزارت په غیر موثر ډول خپل پروګرامونه تنظیم کړي دي او د لګښت په برخه کې یې د احتیاط څخه کار نه دی اخیستی.

هغه وايي "اوس هیڅ یو واضیح پلان موجود نه دی. د آیندې دپاره هم واضیح دفاعي پلان وجود نلري. بلې! کانګرس په ځینو مواردو کې پر دفاع وزارت باندې بودیجه په جبري ډول کمه کړې ده خو په عین حال کې د دفاع وزارت هم باید خپل د برخې مسولیت ومني چې تراوسه پوري یې دا کار نه دی کړی."

د یادونې وړ ده چې د نوي نوښت په لړ کې ښاغلي هېګل اعلان وکړ چې هغه یو داسي کمیسیون تشکیل کړی دی چې نوي نظریات وړاندې کړي تر څو پنټاګان وشي کړای چې خپله پوځي سیالي وپالي.

XS
SM
MD
LG