د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د سولې د ملي ستراتیژۍ پر تصویب کار کوي


د سولې او پخلاینې د ملي ستراتیژۍ نوې طرحه د سولې عالي شورا تدوین کړې ده
د سولې او پخلاینې د ملي ستراتیژۍ نوې طرحه د سولې عالي شورا تدوین کړې ده

د ارګ په یوې اعلامیې کې راغلي، چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ تیره ورځ ماښام د ملي امنیت شورا په غونډه کې د سولې او پخلاینې د ملي ستراتیژۍ پر نوې طرحې بحث شوی دی.

د دې ستراتیژۍ نوې طرحه چې د افغانستان د سولې عالي شورا له خوا تدوین شوې، په کې د سولې پروسې لپاره د واضح میکانیزم پر پیژندنې، سولې ته د نوي تعریف ورکولو، د جوړښتونو او تشکیلاتو اصلاحات، د ښځو او مدني ټولنې د رول زیاتوالي، د حساب ورکولو، شفافیت، څارنې، اعتبار او موثریت په رامنځ ته کولو باندې ټینګار شوی دی.

ارګ ویلي دي، چې دا ستراتیژي د تیرو تجربو او نننيو شرایطو پر بنسټ د سیاسي مذاکراتو د ترسره کولو، د ملي اجماع د رامنځ ته کولو او په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې د ټینګولو په موخه جوړه شوې ده.

د ارګ د اعلامیې له مخې په نوې طرحه کې د شفافه او موثرو میکانیزمونو په چوکاټ کې د بین‌الافغاني سولې پروسې پر دوام ټینګار شوی دی.

افغان حکومت دغه راز د افغانستان له خلکو څخه غوښتي چې د سولې عالي شورا سره یو ځای د دې ستراتیژۍ د اساسي موخو د عملي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په دې غونډه کې پریکړه کړې، چې د سولې او پخلاینې د ملي ستراتیژۍ طرحه به د دې شورا په راتلونکې غونډه کې بیا تر بحث لاندې ونیول شي.

د سولې او پخلاینې د ملي ستراتیژۍ په نوې طرحه کې د مدنې ټولنې فعالینو، ښځو او سیاسي ګوندونو سلامشورې هم په پام کې نیول شوي دي.

دا لومړی ځل دی، چې افغان حکومت د سولې او پخلاینې د ملي ستراتیژۍ په تصویبولو کار کوي.

له دې مخکې په تیرو پنځه‌لسو کلونو کې افغانستان د سولې په تړاو ښکاره ستراتیژي نه درلوده، چې تل دا مسئله د افغان شنونکو او سیاسي کارپوهانو له نیوکو او غبرګونونو سره مل وه.

اوس پوښتنه داده، چې د دغې طرحې په تصویب او د افغان حکومت، د سیمې هیوادونو او نړیوالې ټولنې د هڅو په نتیجه کې به وسله‌وال طالبان د سولې میز ته حاضر شي او که د تیر په څیر به له افغان حکومت سره د سولې له خبرو ډډه وکړي؟

XS
SM
MD
LG