د لاس رسي وړ اتصالات

درې سوه زره میرمنې تیر کال د زیږون پر وخت مړې شوي


اکثره میرمنې او ماشومان پدې خاطر مړه کیږي چې په روغتونو کې مجهز وسایل او روزل شوي ډاکټران نه وي.
اکثره میرمنې او ماشومان پدې خاطر مړه کیږي چې په روغتونو کې مجهز وسایل او روزل شوي ډاکټران نه وي.

د نړۍ هغه نهه هیوادونه چې میندې او ماشومان د زیږدنې پر مهال د مرګ د خطره سره مخ وي، پریکړه کړې چې د مور او ماشوم د ژوندي پاتې کیدو لپاره به شرایط ښه کوي. دغه هیوادونه چې دوه یې د آسیا او اوه نور یې د افریقا په لویې وچې کې دي، پلان لري چې په زیږنتونونو کې امکانات او آسانتیاوې زیاتې کړي.

په زیږنتونو کې دوه شیان چې د مور او ماشوم د ژوندي پاتې کیدو لپاره ډیر اړین دي، اوبه او بریښنا دي. دغه دوه شیان په هغه وخت کې د یو مور ژوند ژغورلی شي کله چې د زیږون نه وروسته خونریزي ولري.

د بریښنا او اوبو د موجودیت له برکته ډاکټران کولی شي چې که ماشوم پخپل ټاکلي وخت نه پیدا کیږي او یا څه مشکلات پیدا شي، جراحي عملیات وکړي چې هم د ماشوم او هم د مور ژوند بچ کړي.

خو د نړۍ د ځینو هیوادونو په روغتونونو کې نه یوازې دا چې بریښنا او اوبه نه پیدا کیږي بلکې روزل شوي ډاکټران او قابله ګانې هم پکې نه وي چې په عاجلو حالاتو کې د مور او ماشوم ژوند بچ کړي.

ډاکټره فلیوه بوستیرو چې د روغتیا په نړیوال سازمان یا ډبلیو اچ او کې د کورنۍ، میرمنو او ماشومانو د روغتیا د څانګې عمومي مشره ده، امریکا غږ سره په مرکې کې پدې ټینګار وکړ چې دغه شیان په روغتونو کې څومره مهم دي.

" د هغو معلوماتو پر اساس چې مونږ ته رارسیدلي ، په 2016 کال کې په ټولې نړۍ کې تقریباً شپږ ملیونه ماشومان مړه شوي چې عمرونه یې د پنځو کالونو نه ټیټ و. مونږ ته دا هم معلومه شوې چې شاوخوا درې لکه میرمنې د زیزون پر وخت د مشکلاتو د پیدا کیدو په خاطر مړې شویدي."

د روغتیا نړیواله اداره، (ډبلیو ایچ او) او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (يونسیف) د افریقا د لویې وچې د نهو او آسیا د دوه هیوادونو سره کار کوي چې د زیزون، د زیږون نه وروسته او امیندوارۍ پر وخت په روغتیایي لحاظ د میرمنو او ماشومانو پوره خیال وساتل شي.

په وړاندیزونو کې ویل شوي چې په ټولو روغتونونو کې دې مهجز وسایل او هر وخت بریښنا وي او هغه نرسان او ډاکټران چې په روغتون کې کار کوي، باید چې په سمه توګه روزل شوي وي.
په عمومي ډول میرمنې د ماشوم د زیږولو پر وخت زیات د مرګ د خطر سره مخ وي او ماشومان بیا د پیدا کیدو نه وروسته په لومړنیو څو ورځو زیات د مرګ د خطر سره مخ وي. ماشومان حتی د پیدا کیدو څو میاشتې وروسته هم د مرګ د خطر سره مخ وي.

ډاکټره بوریستو وایي د دغو خطرونو د مخنیوي لپاره په کار ده چې میندې پدې پوه شي چې د کورونو پر ځای په روغتون کې ماشومان وزیږوي.میرمن بوریستو وایي د نړۍ هغه نهه هیوادونه چې د مور او ماشوم مړینه پکې زیاته ده، پلان لري چې تر دې وروسته میرمنې وهڅوي چې د زیزون پر وخت په کور کې پانې نشي بلکې روغتون ته ولاړې شي.

دغه نهه هیوادونه چې د مور او ماشوم مړینه پکې لوړه ده په آسیا کې هند، بنګلادیش او په افریقا کې د عاجل ساحل، ایتوپیا، ګانا، ملاوي، نایجریا، تانزانیا او یوګانډا دي.
دغه هیوادونه پلان لري چې په راتلونکو پنځو کالونو کې د مور او ماشوم مړینه سمه نیمایي کمه کړي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي د هغوي وروستی هدف دا دی چې د هغو ناروغیو له وجې د مور او ماشوم مړینه په بشپړه توګه پای ته ورسوي چې مخنیوي یې کیدلی شي.

XS
SM
MD
LG