د لاس رسي وړ اتصالات

افغانانو ته د بریښنایي تذکرو د ویش ازمایشي پړاو پیل کیږي


په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کلیمو ته د ځای نه ورکولو په سرجنجالونو د دغو تذکرو د ویشلو بهیر ځنډولی وو
په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کلیمو ته د ځای نه ورکولو په سرجنجالونو د دغو تذکرو د ویشلو بهیر ځنډولی وو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د بریښنايي پيژند پاڼو او د نفوسو د احوالو ثبتولو ریاست چارواکي وايي، د برېښنايي تذکرو د ویش په ازمايښتي شپږو میاشتو موده کې به پنځه سوه زره افغانانو ته برېښنايي تذکرې ورکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د بریښنايي پيژند پاڼو او د نفوسو د احوالو ثبتولو رئیس همایون محتاط خبریالانو ته وویل په لومړیو شپږو ازمایښتي میاشتو کې به د تذکرو لومړی ویش له کابل ښار نه پيل کړي. په کابل کې به پنځه مرکزونه ولري، په لسو وزارتونو، یو ولایت او یوه سفارت کې به ازمايښتي پړاو وازمايي.

همایون محتاط وویل" په لومړۍ مرحله کې دوو نه تر درېیو میاشتو پورې اساسي اماده ګۍ وخت نیسي. بیا شپږ میاشتې د ازمايښتي دورې د تطبیق دي. دا کنټرول شوې پروسه ده، په دوو کلونو کې مونږ د ۵۰۰ زره هیوادوالو ابتدائي معلومات را غونډ کړي. ۱۵۰ زره یې د کابل ښار اوسېدونکي دي. پدې شپږو میاشتو کې همدومره خلکو ته برېښنايي تذکرې ویشو".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د بریښنايي پيژند پاڼو او د نفوسو د احوالو ثبتولو رئیس همایون محتاط وویل د ولسمشر د حکم په اساس دا اداره اړه ده چې په نوي ورځو کې د برېښنايي تذکرو ویش پیل کړي.

هغه وویل دا ممکنه ده چې د دوی تیارۍ په یوه میاشت یا شپږو اوونیو کې بشپړې شي او هر کله یې چې تیاري بشپړ شي نو دا پروسه به پيل کړي.

د برېښنايي تذکرو ویش که څه هم دوه کاله وخت اخیستی وو او دا پروسه له ځنډ سره مخ وه، خو ښاغلی محتاط وايي" دا ځل د ملي یووالي د حکومت رهبري ورته جدي ده، د حوت له ۲۴ د کابینې له ناستې را وروسته دوه ځله پدې مسئله ناسته شوې ده".

یوه له هغو مسئلو چې د برېښنايي تذکرو د ویش په اداره کې لانجمنه شوه، د کارکوونکو د ګمارنې وه. د برېښنايي تذکرو د ویش د ادارې مشر وویل تر اوسه څوک ندي ګمارل شوي خو هڅه کوي چې ددې ادارې پخواني کارکوونکي استخدام کړي.

هغه وايي، د معلوماتي ټکنالوژۍ متخصصین به په کور دننه پیدا کړي او که اړتیا وه نو کولی شي، چې د بهرنیو هیوادونو نه یې هم استخدام وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د بریښنايي پيژند پاڼو او د نفوسو د احوالو ثبتولود ریاست چارواکي وايي، په ازمايښتي دوره کې به ورته دا معلومات وشي، چې د برېښنايي تذکرو عمومي ویش څومره وخت او ظرفیتونو ته اړتیا لري.

کابینې د مارچ په دوهمه په خپله ناسته کې د احوال نفوس د ثبت په قانون کې شپږمه ماده تعدیل کړه او په برېښنايي تذکرو کې یې دین، قوم او ملیت ومانه چې ذکر شي.

د احوال نفوس د ثبتپه قانون کې د افغان او اسلام کلیمو ته د ځای د نه ورکولو په سر د جنجالونو له امله ولسمشر محمد اشرف غني د روانې عیسوي میاشتې په سر کې دا قانون توشیح کړ، چې ورسره د برېښنايي تذکرود ویشلو بهیر چې له دوو کالو څخه د زیاتې مودې لپاره ځندیدلی وو د پیل امکان برابر شو.

XS
SM
MD
LG