د لاس رسي وړ اتصالات

نوی کابل بانک بیا خرڅلاو ته وړاندې شو


چارواکي وایي نوی کابل بانک په ضرر کې دی او لامل یې دا دی چې حکومت د بانک په پیسو پانګونه نه شي کولی.
چارواکي وایي نوی کابل بانک په ضرر کې دی او لامل یې دا دی چې حکومت د بانک په پیسو پانګونه نه شي کولی.

افغان حکومت یو وار بیا د نوي کابل بانک د خصوصي کېدو لپاره دغه بانک داوطلبۍ ته وسپاره او له ټولو کمپنیو، موسساتو او له پانګوالو څخه یې وغوښتل چې د دوو میاشتو په دننه کې د بانک د اخېستو لپاره غوښتنلیکونه ورته وسپاري.

د ماليې وزارت او د افغانستان بانک چارواکو نن چهارشنبه په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د نوي کابل بانک د خصوصي کېدو لپاره دا ځل هڅه کوي، چې بهرني پانګوال او کمپنۍ هم جلب کړي او د دوی د شرایطو د پوره کېدو وروسته به ورته نوی کابل بانک وسپاري.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال خان افضل هډه وال خبریالانو ته وویل د دواطلبۍ لپاره دوه میاشتې وخت ټاکل شوی دی، له دوو میاشتو وروسته به د غوښتنلیکونو ارزونه کیږي، له ارزونې وروسته به بیا هغو ته چې غواړي دا بانک وپیري، مهلت ورکول کیږي، چې هغوی هم تخنیکي ارزونې ولري.

خان افضل هډه وال وویل "تعهد دا دی، چې کابل بانک باید خصوصي سازي شي، یعنې خرڅ شي، طبعي ده چې سهم دار هم خپل شرایط لري."

خان افضل هډه وال وویل چې د دوی په شرایطو کې دا هم دي، چې پخواني د کابل بانک سهم لرونکي نه شي کولی دا بانک وپيري، کمپنۍ باید پدې مشهوره نه وي، چې ناکامه ده او د سهم لرونکو سابقه هم باید جرمي ونه اوسي.

د مالیې وزارت د خزاینو رئيس محمد اقا کوهستاني وویل دا ځل هم د نوي کابل بانک لپاره پخوانی پروسیجر په نظر کې نېول شوی دی، شرايط دا دي، چې کمپنۍ په افغانستان کې ثبته وي، بله دا چې شل ملیونه امریکايي ډالر په حساب کې ولري.

دغو چارواکو دا ډول ویل چې نوی کابل بانک په ضرر کې دی او لامل یې دا دی چې حکومت د بانک په پیسو پانګونه نه شي کولی.

نوی کابل بانک تر دې مخکې هم داوطلبۍ ته سپارل شوی وو، خو د حکومت په ويناء چا یې شرایط پوره نه کړل.

کابل بانک د ۲۰۱۰ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې د درغلیو او فساد له امله رسوا شو.

XS
SM
MD
LG