د لاس رسي وړ اتصالات

۱۳۹۵ نوی لمریز کال پیل شو


په مزارشریف ښار کې د سخې د زیارت د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ګډون درلود.
په مزارشریف ښار کې د سخې د زیارت د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ګډون درلود.

د ۱۳۹۵ نوي لمریز کال په مناسبت ترټولو لویه غونډه د بلخ ولایت په مرکز د مزارشریف په ښار کې جوړه شوې وه، چې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په کې برخه اخیستې وه.

د حضرت علي کرم الله وجهه په روضه کې د سخي د جنډې د اوچتولو وړاندې د راغونډ شوو زرګونو زیارت کوونکوغونډې ته د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله او د بلخ د ولایت سرپرست استاد عطا محمد نور ویناوې وکړې.

د بلخ والي عطا محمد نور وویل په تېر یو کال کې په بلخ ولایت کې انکشافي پروژو د پلي کیدلو په باب د معلوماتو د وړاندې کولو په وخت وویل چې د بلخ ولایت د نا ارامه کولو لپاره یې د دښمنانو ۹۹ فیصده دسیسې شنډې کړې دي.

هغه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د طالبانو تحرکاتو او په ځانګړي ډول یې د د طالبانو په لاس د کندز ولایت سقوط یادونه وکړه.

ښاغلي عطا وویل، کوم معلومات چې دې یې لري، زیات شمیر وسله وال مخالفان د افغانستان شمالي ولایتونو ته ورغلي او نور لا هم دغو ولایتونو ته په لار دي.

نوموړي وویل "د همدي له امله لازمه ده، زمونږ هیوادوال د دغسې وضعیت سره د مقابلې لپاره چمتو اوسي".

هغه په خپله وینا کې د سولې په مسئله هم خبرې وکړې او وې ویل چې ملت ته دې د سولې په سر د پردې تر شا معاملو په باب معلومات ورکړل شي "مونږ او زمونږ ملت له زړه سوله او پخلاینه منو، سړي، ښځې، زاړه ، ځوانان او د دې خاورې هر معصوم ماشوم سولې ته سترګې په لاره دي، خو هغه خلک چې د دې هیواد اصلي خاوندان دي، حق لري چې پوه شي چې د هغې سولې بعیه چې ورته یې وعده ورکول کیږي څومره ده، د پردې شاته څه تیریږي او پټې څه معاملې روانې دي".

هغه وویل د افغانستان خلک پټو معاملو ته د نه ویلو حق لری.

د افغانستان اجرائیه رئیس په خپله وینا کې وویل چې تیر۱۳۹۴ کال افغانانو لپاره د ستونزو یو ډک کال په توګه یاد کړ وې ویل چې تیرکال یو ځل بیا د افغانانو د مهاجرتونو کال وو.

ښاغلي عبدالله وویل "دا کوم یو کال چې تیر شو زمونږ دولت، زمونږ ملک او زمونږ خلک د لاس ته راوړنو شاهدان وو او د سترو ننګونو سره هم مخ وو، چې تر ټولو مهم یې امنیتي ګواښونه وو".

اجرائیه رئیس په نوي کال کې د افغانستان خلکو ته د سوله ایز او ارام ژوند هیله وکړه.

همداشان عبدالله عبدالله د سولې په مسئله هم وغږیده او د بلخ د ولایت د سرپرست څرګندونو ته یې په ځواب کې وویل چې د سولې په وخت به د پردې شاته معاملې و نه شي.

ښاغلي عبدالله وویل "سوله زمونږ د شهیدانو د ارمانونو پلي کیدل دي او انشالله د تل پاتې سولې د ټینګیدلو لپاره به یوه شیبه هم غفلت ونکړو، خو هغه سوله چې په کې د خلکو غزت خوندي وي، د سولې په برخه کې چې د خلکو سرنوشت دی، د پردې شاته هیڅ ډول معامله نه ترسره کیږي او نه به ترسره شي".

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرته له دې چې د کوم چا نوم واخلي د هغو سیاسي مشرانو څخه چې له وخت څخه وړاندې د جمهوري ریاست ټاکنې غواړي وغوښتل چې د دغسې غوښتنو د وړاندې کولو پر وخت دې د افغانستان ملي ګټو ته هم پاملرنه وکړي.

د افغانستان اجرائیه رئیس د نظام د سقوط په هکله انګرینې هم ناسمې وبللې او وې ویل چې اوسنی نظام د اکثریت خلکو د رایو استازیتوب کوي.

همداشان په کابل کې د سخي په غونډۍ کې د جندې په اوچتولو د نوي لمریز کال لمانځل پیل شول.

دې غونډې ته اکثره ویناکوونکو په نوي کال کې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو هیله څرګنده کړه.

جمهوررئیس غني د نوي کال پیغام

ټاکل شوې چې د افغانستان جمهوررئیس نن ماسپښین د نوي کال په مناسبت یوې غونډې ته وینا وکړې.

خو جمهوررئیس غني د نوي ۱۳۹۵لمریز کال په مناسبت په خپل پیغام کې چې تیره شپه خپور شوی، تر ډیره د تیرکال مسئلو یادونه شوې، خو هغه په نوي لمریز کال کې د افغان حکومت په کړنو هم خبرې کړې دي.

جمهوررئیس غني ویلي چې امنیتي ځواکونه به په روانه جګړه کې بریالي کیږي او په افغانستان کې به هرو مرو سوله راځي.

جمهوررئیس غني ویلي چې تیرکال د افغان حکومت وسله والو مخالفانو زیاته هڅه وکړه چې افغانستان وویشي او نظام له منځه یوسي.

د افغانستان جمهور رئیس یوځل بیا ویلي چې تېرکال د افغانستان د بقا کال وو.

هغه په خپله وینا کې دا منلې چې حکومت یې په ډیرو برخو کې نیمګړتیاوې لرلې او ژمنه یې کړې چې په نوي کال کې به د فساد پر ضد جدي او پراخه مبارزه وکړي.

جمهوررئیس په خپل پیغام کې ویلي چې د افغانستان په لویدیځ کې به له ایران سره او په ځینو نورو ولایتونو کې د اورګادي د پټلیو جوړیدل پیل او مهمې اقتصادي پروژې عملي شي.

همداشان جمهوررئیس غني په دغه پیغام کې ویلي چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې به دومره بریښنا تولید کړي چې په تیرو سلو کلونو کې يې په دغه هیواد کې ساری نه وي لیدل شوی.

XS
SM
MD
LG