د لاس رسي وړ اتصالات

یوازې ۱۹ په سلو کې امریکایان پخپل حکومت باور لري


په تاریخي ډول د امریکایي ټولنې د هرې طبقې وګړي په دې مشهور دي چې د وخت په حکومت چندان زیات اعتماد اعتبارنه لري.

خو د عامه افکارو د معلومولو تازه سروی چی د Pew Research Center په نوم د پلټنو مرکز تر سره کړې وایی " څومره چی اوس د امریکایانواعتبار په حکومت کم شوی دی، د تیری نیمی پیړۍ په موده کی یی مثال نه دی لیدل شوی."

دا سروې پرون د دوشنبې په ورځ خپره شویده.

د پیو سروې ښیي " پنځلس کلونه مخکی کله چی پرامریکی باندی د ٢٠٠١ میلادي کال د سیپټامبر په یوولسمه حملې وشوې، " په هغه وخت کې په سلو کې ٦٠ امریکایانو ویل چې پر خپل حکومت باور کوي"

خو د ٢٠٠٣ میلادي کال د مارچ په میاشت کې پر عراق د امریکا د نظامي برید په تعقیب او څو کلونه وروسته د یوه غټ اقتصادي بحران د رامنځ ته کیدو له امله په کراره کراره د فډرالي حکومت په کارکردگۍ اواهلیت د ولس باور مخ په کمیدو شو.

د پیو د پلټنو د مرکز دا تازه سروې ښیی "په سلو کې شل امریکایان پر هغو پروگرامونو باندی یقین او باور لري چې د عامه ښیگڼې په منظور یې حکومت مصارف پوره کوي."

د جمهوري ریاست د کاندیدانو په اړه بې باوري:

په دې سروې کې معلومه شوې چې " په سلو کی ٧٦ امریکایانو بدگوماني اوس د کاندیدانو په باب زیاته شوی ده"

دوی وایي " که څه هم چې پخوا د انتخاباتو په مهال د سیاسي مبارزو په دوران کې پیسو مهم رول درلود خو اوس یې نفوذ له حده زیات شوی دی او څوک چې انتخابات وگټي، د هغو خلکو تراغیزې او نفوذ لاندې به وي چی د انتخاباتي مبارزی په وخت یې ورته پیسې ورکړی وي."

په سلو کې ٦۴ امریکایان وایي " د جمهوري ریاست د انتخاباتو د گټلو لپاره هر کاندید دومره زیاتې پیسې مصرفوي، چې ډیر نیک افراد یې مایوسه کړیدي او هغوی زړه نه ښه کوي چې ځان کاندید کړي."

دا سروی ښیي " په داسې حال کې چې په ٢٠١٦ میلادي کال کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو گوندي کمپائنونه اوج ته رسیدلي دي، په سلو پنځه پنځوس امریکایان په دی باوردي چې په ملی سطحه د امریکایانو د ستونزو د رفع کولو لپاره د انتخاب شویو مشرانو نه عادي افراد که وټاکل شي کولای شي چې بهتر رول ولوبوي."

پدې سروې کې څرګنده شوې چې " په سلو کې ٧۴ امریکایان یقین لري چې ټاکل شوي مشران او د خلکو استازي به په صداقت اوایماندارۍ کار نکوي، رښتیا به نه وایي او د ملي گټود ساتلو نه یې زیاته توجه د خپلو شخصي گټو دخوندي کولو په لوری وي."

د پیو د پلټنو د مرکز د دې سروې نه دا هم ښه څرگندیږي چې" که څه هم چې د ولس اعتماد پر حکومت کم شوی خو د ژوندانه په ځینو مهمو برخو کی ورنه د فعالی ونډې غوښتونکي دي. د ټرروزم په ضد مبارزه ، د چارپیریال ساتل او قدرتي افتونو په وخت د مرستو رسول په کی شامل دي"

دا سروې ښیی چې " مهاجرت یواځینۍ مسله وه چې د دواړو گوندونوغړي پکې د فډرالي حکومت د فعال رول ملاتړکوي. ٨٥ په سلو کې جمهوري غوښتونکي او اتیا فیصده ډیموکراټان له مرکزي حکومت نه غواړي چی د مهاجرت په مسله کی مهم رول ولوبوي."

د دواړو گوندونو ترمنځ د نظر اختلاف د غربت او فقر په شمول،د هغو خیریه پروگرامونو په باب هم زیات و ،چی د بيوزلو خلکو سره د مرستی په خاطر یی مرکزی حکومت اداره کوي.

"په سلو کی ٧٢ ډیموکراټان د غربت د محوه کولو ملاتړ کوي او په سلو کې ٨٣ فېصده د وړیا او یا ارزانه روغتیایی بیمې د محوه کولو حمایت کوي خو د جمهوري غوښتونکو گوند یواځې دریمه برخه ددغه کار ملاتړکوي."

دا سروی چی په ملی سطحه د ٦٠٠٠ امریکایانو نه د پوښتنو په اساس تیاره شوی ده.

XS
SM
MD
LG