د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله اوه فیصده زیاته شوې


په کابل کې د مخدره موادو د کر په سروې غونډه
په کابل کې د مخدره موادو د کر په سروې غونډه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د جرمنو او مخدره موادو سره د مبارزې اداره یو این او ډي سي او د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت یوه ګډه سروې چې نن په کابل کې خپره شوه ښیې چې اوس افغانستان د نړۍ نوي فیصده اپین تولیدوي او په دې هیواد کې د مخدره موادو په کرکیله کې د تیرکال په نسبت اوه فیصده زیاتوالی راغلی دی.

سروی وایي چې تیرکال په افغانستان کې ٥٥٠٠ ټنه اپین تولید شوی و، خو سږکال د اپین د تولید کچه ٦۴٠٠ټنو ته لوړه شوې ده.

د افغانستان د مخدره توکو سره د مبارزې سرپرست وزیر دین محمد مبارز راشدي او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمنو په وړاندې د مبارزې د ادارې آستازي اندري اویتسیان ددغې ګډې سروې جزئیات نن د چهارشنبې په ورځ د افغان حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو سره شریک کړل.

مبارز راشیدي وویل چې سږکال د ۲۱۰۰۰ هکتارو په ځمکه د کوکنارو د فصل له منځه وړولو پلان یې ترتیب کړې وو خو په افغانستان کې د ټاکنو لپاره د امنیت خوندیتوب ددې پلان د عملي کیدلو مخه ونیوله او له دغې اندازي دوي یوازې دوه زره شپږ سوه دوه نوي هکتاره ځمکه باندې د کوکنارو فصل واړاوه.

ښاغلي راشدي وویل" په ټاکنو کې زما ډیر ټینګار د کوکنارو د فصل په اړولو وو، خو د افغانستان د امنیت د شوراد پریکړې له مخې او ددې له امله چې حتی یو پولیس هم د کوکنارو د فصل اړولو لپاره نه وو پریکړه وشوه چې باید د ټاکنو په وخت د کوکنارو اړول ترسره نه شي".

د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت سرپرست وویل چې د افغانستان د ملي امنیت شورا دا پریکړه د دوو دلیلونو له مخې کړې وه.

ښاغلي راشدي وویل" یو داچې د کوکنارو اړولو ته هیڅ قوت موجود نه وو، او دوهم دا چې ټاکنې د افغانستان لپاره ستر لومړیتوب وو".

د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې سرپرست وزیر وویل چې د دغې پریکړې هدف دا وه چې مخالف وسلوال د کوکنارو د فصل د اړولو په بهانه خلک د ټاکنو بهیر ګډوډولو ته ونه هڅوي.

ښاغلی راشدي د افغانستان د ملي امنیت د شورا دا پریکړه په ځای وګڼله.

د دغې سروې له مخې سږکال په افغانستان کې په ۲۲۴زره هکتاره ځمکه کې د کوکنارو فصل کرل شوې وو.

تیرکال دا اندازه ۲۰۹زره هکتارو ته رسیدله.

افغان حکومت وایي چې په افغانستان کې د کوکنارود فصل زیاته برخه ددغه هیواد په ناامنه ولایتونو په ځانګړي ډول په نهو جنوبي ولایتونو کې کرل شوي وو.

په نوې سروې کې ویل شوې چې په افغانستان کې ۸۹ فیصده د کوکنارو فصل په هلمند، کندهار، ننګرهار او فراه کې کرل شوي وو.

سږکال بیا په هلمند کې د ټول افغانستان ۴۶ فیصده کوکنار کرل شوي وو.

دا سروې ښیې چې د بلخ ولایت چې تیرکال په کې کوکنار کرل شوي وو، سږکال په کې کوکنار نه وو کرل شوي خو د دغه ولایت سره نږدې د سرپل په ولایت کې چې تیرکال په کې کوکنار نه وو کرل شوي ، سږکال په کې کوکنار کرل شوي دي.

افغانستان کې د کوکنارو په کرکیله کې دا زیاتوالې په داسې وخت کې راغلی چې ټاکل شوې د بلې عیسوي میاشتې تر پایه له دغه هیواد نه ټول بهرني محارب ځواکونه ووځي چې ځینې افغان کارپوهان په افغانستان کې د ناامنیو په باب لا دمخه اندیښنې څرګندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG