د لاس رسي وړ اتصالات

نیکولاس هیسم د یوناما د نوي مشر په توګه ټاکل شوی


نیکولاس هیسم د یوناما نوی مشر (ارشیف)

نیکولاس هیسم د یوناما نوی مشر (ارشیف)

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د سویلي افریقا تبعه نیکولاس هیسم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یان کوبیش د ځای ناستی په توګه ټاکلی دی.

نیکولاس هیسم تر دې دمخه له ۲۰۱۲ کال راهېسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما د سیاسي چارو مرستیال پاتې شوی. نوموړي د افغانستان د ټاکنو له بهیر سره هم له نېږدې کار کړی دی.

د یان کوبیش په ځای د نیکولاس هیسم د ګمارنې اعلان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو یو ویاند خبريالانو ته وکړ.

په کابل کې د یوناما په ویبپاڼه راغلي چې ښاغلی هیسم یو قانون پوه دی، د حکومتدارۍ، اساسي قانون او ټاکنیز ریفورم، روغې جوړې او سولې په پروسه کې نړیوالې تجربې لري.

نیکولاس هیسم په عراق کې هم د ملګرو ملتونو د لوړپوړي مامور په توګه کار کړی دی، له ملګرو ملتونو ور اخوا په خپل پلرني هیواد سویلي افریقا کې د ولسمشر نیلسن منډیلا په دفتر کې د حقوقي او اساسي قانون د ملاتړ د برخې سلاکار هم پاتې شوی دی.

نیکولاس هیسم په داسې وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوړ ماموریت اخلي چې افغانستان تازه د ټاکنو په سر له لانجو وتی دی او ټاکل شوی چې نوی منتخب ولسمشر به ذ دوشنبې په ورځ د افغانستان د نوي جمهور رئیس په توګه لوړه پورته کړي.

د ۲۰۰۲ کال را په دې خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د خپل ځانګړي دفتر له لارې افغان حکومت سره په بیلابیلو چارو کې مرسته کوي.

د ۲۰۰۲ کال را به دې خوا نیکولاس هیسم د ملګرو ملتونو سرمنشي شپږم ځانګړې استازې دی چې په افغانستان کې په ماموریت ګمارل شوی دی.

XS
SM
MD
LG