د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۷ کال د پولیو لومړۍ پیښه کندهار کې ثبت شوه


تیرکال هم د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د پولیو یوه پیښه ثبت شوې وه.
تیرکال هم د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د پولیو یوه پیښه ثبت شوې وه.

په کندهار کې روغتیایي چارواکي وایي، چې د روان عیسوي کال د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ لومړۍ پیښه د کندهارښار په لویه ویاله کې ثبت شوې ده.

روغتیایي ادارو چارواکي وایي، چې ګوزڼ وهلې ماشومه یولس میاشتې عمر لري اوکورنۍ یې د کندهار په لویه ویاله کې ژوند کوي .

د لويې ویالې سیمه د کندهار ښار په شمالي څنډه کې ګڼ مېشته سیمه ده چې په تیرو کلونو کې هم په کې د ماشومانو د فلج پېښې ثبت شوي وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ یا یونسیف د ادارې د واکسین د څانګې یومسئول سید کمال شاه امریکا غږ اشنا راډیو ته دا تازه پیښه تائید کړې ده.

ښاغلي سید کمال شاه وویل "دا د کال لومړۍ پېښه ده موږ هم اندېښمن یو او دا مثبته پېښه ښيي چې په سیمه کې ویروس شته او باید د دغې سیمې ټولې کورنۍ دا نمونه وګڼي او خپل ماشومان حتمی واکسین کړي".

سید کمال شاه وویل، په پاکستان کې د ګوزڼ محیطي ویروس موجود دی او تازه پکښې د پوليو پېښه هم ثبت شوی.

هغه اندیښنه وښوده چې دغه هیواد ته تلوونکي ماشومان د ویرویس له خطر سره مخ کیدلی شي.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست د واکسین د پروګرام یوتن مسئول احمداشاه امریکاغږ ته وويل چې د لويې ویالې د حکیم اډې په سیمه کې تر ۱۴ پورې نورې کورنۍ هم شته چې خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي خو تر دغي پېښي وروسته يې څلور جمتو شوي چې خپل ماشومان واکسین کړي .

دا په افغانستان کې د ۲۰۱۷ کال د پولیو لومړۍ پېښه ده ، تیر کال په افغانستان کې ټولي ۱۳ د پولیو پېښي ثبت شوي وې، چې یوه یې د کندهار په شاولي کوټ کې ثبت شوې وه.

ماشومه انجلۍ راضیه نوميږي او پلار يې له واکسین سره مخکې مخالفت درلود.

د فلج وهلې ماشومې کورنۍ وايي چې راضیه ته يې د هغې د پلار څخه په پټه درې ځلې د پولیو واکسین ور کړی وو.

راضیه درې اونۍ مخکې په ګوزڼ اخته شوې ده.

د ګوزڼ وهلې ماشومې اکا لعل محمد وايي چې ددغې ماشومې پلار او په کورنۍ کې يې انا د واکسین سره سخت مخالفت در لود خو اوس پر دغه پېښه سخت خوابدي شوي دي.

د ماشومې پلار تاج محمد له امریکاغږ اشنا رادیو سره په خبرو کې وویل چې پنځه يې زامن او یوه يې لور ده چې لور يې ګوزڼ وهلې ده.

ده زیاته کړه چې له واکسین سره پر خپل مخکني مخالفت پښیمانه دی .

ښاغلي تاج محمد وویل " اوس ډیر پښېمانه یم که مې واکسین کړی وای شاید لور مې روغه جوړه وای خو اوس به حتمآ ټولو ماشومانو ته واکسین ور کوم".

افغانستان، پاکستان او ناجیریا په نړۍ کې درې هیوادونه دي چې لا هم په کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ویرس د ماشومانو ژوند ته ګواښ را ولاړوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG